
نن د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور شپږم تلین لمانځل کیږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غبرګولی،۱۴۰۱ل): نن افغانان د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور شپږم تلین لمانځي.
شهیدامیرالمؤمنین له نن څخه شپږ کاله وړاندې د۱۳۹۵ هجري شمسي کال د جوزا د میاشتې په لومړۍ نېټه د کندهار د ریګستان او د بلوچستان نوشکي سیمه کې د امریکايي اشغالګرو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې په شهادت ورسېده.
شهید منصور د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولايي د میاشتې د ۳۰مه نېټې چې کله د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد وفات رسماً اعلان شو، وروسته د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شورا له خوا د اسلامي امارت زعیم وټاکل شو.
شهید منصور په ۱۹۶۸ کال کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې زیږیدلی و او د روسي اشغال په مقابل کې د حاجي ملامحمد اخند سره چې د جهادي مشر مرحوم مولوي محمد یونس خالص په حزب کې يې رسمیت درلود، جهاد کړی و.
هغه د اسلامي امارت په تاسیس کې مهم رول لوبولی او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال لومړی د کندهار هوايي میدان مشر، وروسته د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې مسوول، بیا د هوايي چلند او سیاحت وزیر او همدا راز د دفاع وزارت د هوايي مدافعې عمومي قومنداني مسوول هم و.
د امریکايي اشغال وروسته شهید منصور د کندهار مسوول او بیا د اسلامي امارت مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.
هغه دوه کاله په خارق العادته ډول د خاص جهادي مصلحت پر اساس د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر د وفات خبر تر دوه کلونو پورې پټ وساتلو او کله چې رسماً اعلان شو د افغانستان اسلامي امارت ټولو منسوبینو او عامو افغانانو له شهید منصور سره بیعت وکړ.
د دې ورځې لمانځل د اسلام په کوم ځای کې راغلي دي؟؟؟؟؟؟