افغانستان

عربي اماراتو ته افغان پلاوي سفر؛ الوتکه ورته د اماراتو رییس چارټر کړې وه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوی متحده عربي اماراتو ته سفر لپاره د دغه هیواد رییس الوتکه چارټر کړې وه.

نن ټکی اسیا ته ځينو موثقو سرچېنو ویلي چې د دغه سفر د تګ راتګ مصارف عربي اماراتو ورکړي دي او د افغان پلاوي ته په احترام یې شخصي  جیټ الوتکه (رویال جټ) چارټر کړې وه.

د یادونې وړ ده چې ملابرادر او ورسره مل افغان هیئت پرون له عربي اماراتو کابل ته راستون شو.

هغه عربي اماراتو ته د شیخ خلیفه د مړینې په مناسبت تعزیت لپاره تللی و.

افغان پلاوي د متحده عرب اماراتو ته د سفر پر مهال د دغه هيواد د نوي رییس شيخ محمد بن زايد آل نهيان سره ولیدل او د هغه ورور شيخ خليفه د مړيني په مناسبت يې فاتحه او دعا وکړه.

شيخ محمد بن زايد د ملا عبدالغني برادر څخه مننه وکړه چې د فاتحې په مراسمو کې يې ګډون وکړ او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان لپاره امن او سوکالي غواړي.

اماراتي رییس وویل چې دی هيله لري چي د پخوا په څير د افغانستان سره ټينګي اړيکې او دوه اړخيزه همکاري ولري.

نن ټکی اسیا ته ځينو سرچېنو ویلي چې عربي اماراتو ته د ملابرادر سفر د ډيرو لاسته راوړونو ډک و او تمه ده چې عربي امارات به د افغان حکومت په غوښتنه افغانانو ته د ویزو ورکړه هم بېرته پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

(الوتکه ورته د اماراتو ریس چارټر کړې وه.) څومره تا مفته څیزونه طالب مشرانو ته خوند ورکوی دا ځکه چی ټول عمر یی سره وظیفې ټولې کړی او په مفته یی هر څه خوړړی. همدا وجه ده چی د ولس او ملت د لوږې پروا نه سره لری. ۵۲ هیوادو ته یی ماته ورکړی خو اوس یی لاسونه د ګدایی او عزر هر کفر او کافر ته وږد کړی بغاری وهی چی مونږه سره تعامل وکړی. هو ظالمو خبره تاسو په خپله خرابه کړې مطلق بیکار یاستی په ښځو پسی مو راخیستی نور څه کار لری. مکتبونه بند، کار نشته،… نور لوستل »

سلیمان زاهد

دا به د افتخار لپاره نه وی ، اصل کی زمونږ د عاجزی او فقر په نظر کی نیولو او هم د ازاد تګ را تک د نه اجازی له وجهی ده

ګوم نام

هو بلکل هغه هره ورځ چی هوا کی ګرزی بی پیلوټه او څوک خبر هم ندی هغه چا ورته چارټر کړی کنه خپله مو اخیستی. او بمبارد هم کوی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx