شخصیتونهنظــر

هو ریښتیا! یوه مهربانه لمر غروب کړی!

د شهید سعید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شپږم تلین په مناسبت؛

صفی الله “احساس”
هسې خو هم زموږ د ټولو مشرانو او امیرانو قیام، جهاد او مبارزه د الله تعالی په سپېڅلې لار کې د هغه (ج) د رضا د حاصلولو ترڅنګ د کفر، فساد د له منځه وړلو، د اسلامي نظام د نفاظ، د هیواد د استقلال، آزادۍ را وستلو او مؤمِن کړېدلي اولس ته د هوسا او آرام ساه ورکولو او هغوی له ظلمونو څخه د خلاصون په پار وه او ده، خو باید ووایم چې په دې برخه کې په هیواد باندي د کرغېړن اشغال وروسته په نسبي ډول شهید اختر محمد منصور صاحب تقبله الله تعالی ډېري بې ساري هلي ځلي او تکلیفونه وګالل.

شهید منصور صاحب هغه څوک و چې د جهاد په سپېڅلې مبارزه کې یې خپل ټول خدای ورکړی ژوند صرف کړ، په دې پاکه او سپېڅلې لار کې یې له هیڅ ډول تکلیف او سختۍ څخه ځان درېغ نه کړ، د الله تعالی د رضا او سپېڅلې کلیمې د لوړوالي په خاطر یې د ژوند هرڅه ته شا کړه او خپل ټول ژوند یې د الله تعالی په سپېڅلي عبادت باندي منوَر او سپېڅلی کړ او هم یې په دې لار کې ځان لولپه او ایره کړ.

شهید منصور صاحب تقبله الله یو جامع شخصیت و چې د سپېڅلې مبارزې په هر ډګر کې ترې رڼا اخیستل کېده او تیاره لار پرې روښانه کېده او روښانه کېږي.

شهید منصور صاحب د شوروي او امریکايي اشغال او کمونیستانو په خلاف د هیواد په مختلیفو ولایتونو کې په ډېرو پوځي عملیاتو کې پخپله پوره ونډه او برخه اخیستې ده او په دې لار کې یې په ځان باندي د بې شمېره تکلیفونو او سختیو تر څنګ زخمونه هم ګاللي او برداشت کړي دي.

د منصور صاحب ژوند که څه هم له بې شمېره کړاوونو او چلېنجونو څخه ډک و خو بیا یې هم خپل ټینګ عزم او سپېڅلې مبارزه په پوره همت او مېړاني سره په مخ وړله او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري له خپل عزم او قوي ارادې څخه په شا نشو.

منصور صاحب هغه څوک و چې د کفر، اشغال او فساد په وړاندي د جهادي مقاومت دفاعي حالت یې په جبهیي او تعروضي حالت بدل کړ، مجاهدینو او اولس ته یې نوې روحیه ورکړه او هم یې هیواد د فتحو په درشل کې راوست، د آزادۍ نوي زېري یې له ځان سره راوړل او د مجاهد ملت مړاوې شوې هیلي یې را ژوندۍ کړې.

شهید منصور صاحب هغه شخصیت و چې په سختو حالاتو او ترېنګولو شرائطو کې یې اسلامي امارت په سیاسي او پوځي ډګرونو کې داسي وځلاوه چې په ځلا یې د دښمن سترګي وبرېښېدلې.

شهید منصور صاحب د امارت د زعامت وظیفه کټ مټ د خپل سلف امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په څېر ترسره کړه او په دې لار کې یې یو داسي منظم او مرتب قانون تر شاه پرېښود چې لا اوس هم په سیاسي او نظامي ډګرونو کې همدا قانون پلی او ترې الهام اخیستل کېږي.

د شهید منصور صاحب تقبله الله کارنامې او ښېګڼي دومره زیاتي او بې شمېره دي چې قلم لا څه آن چې تصور یې لا هم متصور کولو څخه عاجز او پاتي راځي خو دومره ویلای شو چې منصور صاحب د الله تعالی د لاري یو سپېڅلی او حقیقي لاروی و، په الله تعالی یې توکل محض و، داسي توکل چې آن د سفر او حضر په مهال به یوازي او تنها اوسېده، د ځان د ساتني په موخه به یې له ځان سره هیڅ کوم کس او ملګري نه ور سره ملګري کاوه، یوازي به یې په الله تعالی توکل و او په الله تعالی به یې ځان سپارلی و.

منصور صاحب په ژوند کې د الله تعالی په لار کې مقبول شهادت او په دې لار کې ځان لمبه او لولپه کول له لویو او سترو ارمانونو څخه و چې بالآخره همدا ستر ارمان یې الله تعالی لکه چې یې غوښت هم هغسي ور پوره کړ او د یو جهادي سفر په مهال د دښمن د یوه ناڅاپي او نامرده برید په مهال شهید شو او خپل روح یې خپل حقیقي بادار ته وسپاره.

نحسبهم کذالک والله حسیبهم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx