نړۍ

جان کیري: وخت راغلي دي چي له افغانستان څخه نوري پښي سپکی کړو

jhon_kerry(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۰) واشنګټن: داسامه له شهادت څخه وروسته دامریکي په ایوانونو کي اوس ددوی په اصطلاح دنړیوالي ترهګري په خلاف اعلان شوی جنګ په اړه په سیاستونو کي دبدلون  خبري ګرمي دي هره ورځ نوي نوي باب خلاصه وي ترڅو یوه لاره راوباسي.

په امریکا کي دبهرنیو اړیکو دکمیټي مشر جان کیری وویل چي دامریکي لپاره په افغانستان کي هره میاشت لس مليارډه ډالر مصرفه ول له توانه وتلي خبره ده، دسنا ومجلس ته دوینا پرمهال جمهوریت پلوه سناتور جان کیري اودامریکي دبهرنیو اړیکو د کمیټي مشر غړي ریپبلیکن سیاست دان سناتور رچرډ لوګر نظرورکړی دي چي امریکا باید په افغانستان کي دخپلي جنګي ستراتیجي په اړه دوباره غور وکړي ترڅو یو پریکړي ته ورسیږي چي څومره ژر وی له افغانستان څخه ځواکونه راوباسي.

جان کیري وویل امریکا باید اوس په افغانستان کی یواځی دضرورت په اساس حضور ولري، نورباید افغانئ شخړه افغانان په خپله اواره کړي.

نوموړي زیاته کړه نوري باید خپلي خطاګاني راوګرځوو، امریکا دي نور په یو داسي هیواد کي هره میاشت په اربونو ډالره نه لګوي چیري چي دشخړي پاي نه لیدل کیږي.

له بله لوري دامریکي دفاعي چارواکي وایی وخت راغلی دي چي امریکایان باید داسامه وژنه دځان لپاره داوړو پوزه وګرځوي او افغانستان کي دمسئلي دحل لپاره دي پرملګرو زور راولي ترڅو طالبان دي ته اړکړي چی دافغانستان دمسئلي دحل لپاره سیاست کي راګډ شی.

بخت الرحمن بخت،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x