شخصیتونهنظــر

د شهيد منصور په اړه

مولوي ولي محمد تراب حقاني

شهيد امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب تقبله الله د آسیا د زړه افغانستان د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بندتیمور د سیمي اوسېدونکی وو.
جِهادي شبکه یې منصور صاحب وو.

لکه څنګه چي یې شبکه منصور وو، همداسي د رب له طرف ورته د نصرتونو هم بارانونه کېدل، شهید امیر المؤمنین د اسلامي امارت له څو مخکښو او معتمدو رهبرانو څخه وو د لوی ملا صاحب رحمه الله د لاس امسٰی ( لکړه ) وه.
هر کله چي به ثالث عمر لوی ملا صاحب رحمه الله یو مهم کار درلود، نو ددې کار د پلان تطبیق به یې د شهید امیرالمؤمنین په شتون کښې کاوه.
شهید امیرالمؤمنین خورا په سختو حالاتو کښې د امارت دا جهادي کښتۍ په ډېرو سختو تکالیفو تر یوه کامیابه ساحله ورسوله، د امارت د زوال شیبې نژدې وې خو بل طرف ته بیا دې سیاسي او جهادي فکر لرونکي رهبر هغه څه وکړه چي د امارت په قیام یې د دښمن ملا ورماته کړه.

د لوی ملا صاحب رحمه الله تر وفات وروسته څه کم دوه نیم کاله ددې سپېڅلي صف رهبري د شهید امیرالمؤمنین په غاړه وه خو په یو داسي انداز یې دا رهبري وکړه چي د چا تصور هم دا نسوه منلای چي ثالث عمر دي رحلت کړی وي او دا صف دي بریا ومومي، خو بل طرف ته بیا د شهید امیرالمؤمنین ځیرکتیا او د رب له لوري نصرت مل وو.

شهید امیرالمؤمنین خورا راز ساتونکی شخصیت وو، یوه ورځ مي مشر اکا راته کیسه کوله چي زیاته موده به شهید امیرالمؤمنین د سرحداتو لیده کاته کوله صرف به یو تور بکس ورسره په څنګ کښې دده د مهمو کاغذانو لپاره ورسره وو، نور به هیڅ څوک هم دده د حفاظت لپاره ورسره نه وه او یو سپین او سور رنګه دسمال به یې پر سر تاو کړی وو چا به نه پېژندلو.

شهید امیرالمؤمنین د متین عزم څښتن وو کله چي شهید امیرالمؤمنین رسمي د امارت زعیم امیرالمؤمنین وټاکل سو نو وروسته امیرالمؤمنین د امارت د قیام لپاره ډیري هلي ځلي وکړې امارت ته یې لوی قوت ورپه برخه کړ. استشهادي کنډک ته یې جدي پاملرنه درلودله کابل کښې پر مرتدینو او خارجي یرغلګرو ګام په ګام فدايي بریدونو دوام درلود، چریکي ګزارونو خورا پرمختګ وکړ، جهادي ګرمي غزاوي خوار توندي رواني وې.

د معسکراتو بنسټ او تأسیس خو شهید امیرالمؤمنین کېښود، مجاهدین په نظامي زده کړو کښې خورا ښه چټک او پیاوړي سوه د مجاهدینو اکمالات له هر لوري بشپړ وه.

مشر اکا مي د شهید امیرالمؤمنین د سختو ورځو یار پاته سوی دی هغه راته کیسه کوله: کله چي د روسي یرغل په وړاندي شهید امیرالمؤمنین په جهاد پیل وکړ اول ځل مي ۳۷ کلاشینکوف ټوپکونه ورکړل، چي شهید امیرالمؤمنین د روسي یرغلګرو په وړاندي په جهاد پیل وکړ وروسته تر سختو کړاونو ګاللو بیا شهید امیرالمؤمنین زیاتي سیمي فتحه کړې، زیات غنائم او جنګي اسباب یې غنیمت کړه کله چي د امارت قیام وسو په اول ځل شهید امیرالمؤمنین د کندهار د هوایي میدان مسؤل وټاکل سو، وروسته تر دې بیا دهوانوردۍ وزیر پاتي سو چي د امارت له لوري هر ځای ته به دده په قومانده هوايي ځواک سفر کاوه.

یوه مشر مجاهد راته کیسه کول ویل یې: کله چي شهید امیرالمؤمنین د امارت د زعیم په حیث وټاکل سو، زه په دې فکر کښې وم چي اوس څه وکړم ویل یې ماښام مي خوب لیدی چي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ناست دی راسته طرف ته یې ثالث عمر رحمه الله ناست دی او چپه طرف ته یې شهید امیرالمؤمنین ناست دی مخته یې د رهبري شورٰی غړي هر یو لکه شیخ عبدالحکیم حقاني صاحب او داسي نور لوړ پوړي مشران ناست دي منصور صاحب ته نبي علیه السلام مبارک د امارت د پرمختګ لپاره نیکي او ښې مشورې ورکوي او منصور صاحب یې تأئید کوي نو دا مجاهد زیاتوي چي بیا ما دا فکر وکړ چي واقعاً د ملاصاحب او نبي علیه السلام په سپېڅلې مشوره دا کس ټاکل سوی دی او واقعاً ریښتینی محبوب امیر دی بیا مي ورسره بیعت وکړ.

یقیناً داسي حالات او داسي واقعې خو د سترګو لیدلي حالات دي دا د شهید امیرالمؤمنین کرامت او حقانیت وو چي د امارت قیام ته یې په داسي نازک وخت کښي قیام او بقاء ورپه برخه کړه چي عقل یې له منلو څخه عاجز دی واقعاً ریښتنی او سپېڅلی امیر و.

د تېر امارت په وخت کې لوی ملاصاحب رحمه الله به هر وخت ویل چي زما دوې امساوي ( لکړي ) او دوه اخترین دي یو یې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب یاد کړ او بل یې بیا شهید مولوي اخترمحمد عثماني صاحب تقبله الله یاد کړ او ملا صاحب رحمه الله به هر وخت ویل چي زه خپل اکثره کارونه خپل د راسته لاس په امسٰی کوم شهید امیرالمؤمنین به یې یاد کړ.

دا هر څه د شهید امیرالمؤمنین سپېڅلي یاد ته بیا هم کم دي خو بختور دي هغه خلګ چي د مشرانو تلین لمانځي د مشرانو یاد او ارواحو ته دعاګاني وربخښي او خپل تاند قلمونه د مشرانو په یاد کښې ګړندي او راتاند کړي تر څو تاریخ د تېر په څېر بیا مشران را ژوندي کړي او امت ته یې د تېر دور تاریخ ورپه ګوته کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx