
حمادافغان شیرزاد
د اسلامي امت د معاصر تاریخ د وتلي جهادي او سیاسي ځلانده ستوري “شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله” شپږم تلین په داسې حال کې لمانځو، چې د نوموړي د قربانۍ، هڅو، کوښښونو او ځیرکتیا په برکت هیواد له اشغال خلاص او د آزادۍ سپین توغ په لر او بر رپاند دی، ولسونه خوښۍ کوي او نن د دغه بري زیاته برخه منصور صیب ته منسوبوي؛ ستایي یې او پرې آفرین وي.
دا چې د اسلامي امارت صف له سختو کړاؤونو او د بیلابیلو دښمنانو د مختلفو حربو او دسیسو روغ راووت، ارتقاء یې وکړه، ماته کښتۍ یې تر ساحله ورسېده، تر شا یې د زرګونو ځوانانو او اتلانو د شهادت او قربانیو داسې درانه دستانونه پراته دي، چې ورته د نسیم حجازي قلم هم رسیدګي نشي کولای، خو دا چې تاریخ د هغه اتلانو نومونه او کارنامې تل په خپلو پاڼو کې زرینې ساتي او پرې ویاړ کوي، چې امت ته یې نیک نامي راوړي وي، د سختیو او کړاؤونو په تیرولو یې امت تر لوړو رسولی وي، ټولنې ته یې د ارتقاء، پرمختګ او وحدت فکر ورکړی وي او پکې کامیاب شوی وي، منصور صیب هم د تاریخ سازو شخصیتونو یو شخصیت دی، چې په سختو مرحلو کې یې د اسلامي امت د ریښتیني ټولي قیادت وکړ او داسې پرمختګ او بې سارې کامیابي یې ورکړه چې تر دې دمخه نه وه ترلاسه شوی او آن د نظام تر درشله یې ورسولو.
د اسلامي امارت په رأس او معاصر تاریخ کې تر ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله وروسته، د تل لپاره د ملااختر محمد منصور صیب نوم یادیږي، ځکه چې نوموړي په خپل سیاسي ظرفیت، درک، ځیرکتیا، کارنامو او هڅو اسلامي امارت د سیاسي او پوځي ډګره فاتح راوویست، هغه کار یې وکړ چې له ده ترمخه چا نه ؤ کړی، پر نړېوالو یې ځان وپیژندلو، سیاسي دفتر او لاره یې پرانیستله، کفر او صلیبي ائتلاف یې دې ته مجبور کړ، چې د میز پر سر کښیني او دا تسلیم کړي، چې موږ خطاء کړی، دښمنانو ته یې ووېل چې راشئ موږ سره خبرې وکړئ، چې موږ جګړه مار او ترهګر یو؛ او که تاسو، دا جګړه پر موږ تحمیل شوی او که موږ یې له مستۍ کوو.
د تاریخ پاڼې پر هغه اتلانو زرینې وي، چې د امت او خپلې ټولنې قیادت یې په سختو شرائطو کې کړی وي، د ملاعبیدالله او ملابرادر تر نیول کېدو وروسته، د امارت زیات بوج پر منصور صیب پرېوت، خو د ملاصیب تر وفات وروسته، دا بوج لا هم دروند شو، خو نوموړی چې د وخت پوه، ځیرک، سیاسي او مدبر شخصیت ؤ، د لوی ملاصیب له امانت نه یواځې ساتنه وکړه؛ بلکې له هغه وخت یې زیات پرمختللی او قوي کړ، سنګرونه یې محکم او سلطه یې پر سیمو او ولسوالیو زیاته کړه، د ولس سره یې د مجاهدینو او امارت ارتباط زیات کړ، محاکم او داسې نظام یې رامنځته کړ، چې بې له مبالغې ورته د هغه حکومت ویل کېدلو.
منصور صیب په سیاسي تګلاره، چې له داخل او بهر څخه ورته زیات مخالفتونه متوجې وه، زیات کار وکړ، ملګري یې وهڅول، چې د جګړو د ختمولو لپاره دا هم یوه غوره لار ده، نړېوالو سره د اړیکو او افغانستان د هر رنګه پرمختګونو راوړلو لاره ده، او تر څنګ یې پوځي ډګر داسې غښتلی او پرمختللی کړ، چې ډېر دښمنان یې پر دا حیرانونکي پرمختګ او قوت ګوته په غاښ کړل، همدا لامل شو، هغه نظامي لایحه او طرز العمل جوړ کړ، تشکیلونه یې منظم کړل، صف یې له شریرانو او مفسدینو پاک کړ او پخپل وخت کې یې داعشي فتنه هم زیر او زبر کړه، نوموړي زما د مالوماتو پر اساس هغه وخت غوښتل چې خپل ټول مجاهدین او تحرکات داخل ته نقل کړي، نوموړي د هیواد په شمالي ولایتونو کې د مجاهدینو د تربیت او تدریب لپاره قوي او بنسټیز پوځي روزنتونونه جوړ کړل، دا نن چې کوم فاتح او بدري قوي او منظم ځواکونه ګورو، دا هم د منصور صیب د هڅو پایله ده.
دا چې افغانستان د معاصر تاریخ له پلوه، جګړو ځپلی، بدبینو خوړلی، نفاق، ترپګنیو، سمتي او قومي او آن استخباراتي څپو وهلی هیواد دی. همدې جګړو د دې هیواد د پرمختګ او رفاهیت مخه نیولې وه، نو منصور صیب د خپل سیاسي ځراکت پر مټ، د قومونو او سیمو تر منځ هماآهنګي رامنځته کړه، ټولو ته یې یو رنکه ونډه ورکړه او افغانستان یې له تجزیې او بېلېدو وژغورلو. هغه د همدې جګړو د پای او نهایي کولو په لټه کې و، چې نامرده دښمنانو په نښه کړ او په پردیسۍ کې یې په شهادت ورسولو. خو دښمنان بیا هم ناکام شول، د منصور صیب وینو ثمره راوړه، د هغه هڅو رنګ وکړ او تل پاتې بری یې راوړ الحمدلله.
روح یې ښاد او یاد دې تل وي.
د نظام د پایښت او ثبات په هیله.