نظــر

منصور؛ افغان ملت ته د خونړي ګرداب په وړاندې ستره معجزه…!

کريم الله کامران

په ګران هيواد کې د امريکايي ښکېلاکګرو، متحدو اشغالګرو او داخلي بلواګرو په وړاندې د افغان ملت د جهاد او مبارزې ډګر خورا ګرم و، ټول هيواد د دښمن لپاره سره تبۍ وو، په هر څومره فولادي او مظبوط مرکز کې د دښمن سکون او اطمينان نه وو، دې حالت ځيني دښمنان له رواني ناروغيو سره مخ کړي وو، د برياوو له اړخه هر لوري ته زيري زيري و، ورځ تر بلي د مقابلې ليکو او صفونو د پياوړتيا او ځواکمنتيا په لور ګامونه اخيستل، سنګرونو او د غزا ګرمو ميدانونو د غازيانو پر بري او د دښمن پر ماتي شاهدي ورکول، خو په دې هر څه کې يو ځانګړی راز نغښتی و، همدا راز د هيواد په ساره او اوږده کې د جهاد او مبارزې د صف وحدت او يوالی و، چې ټول حالات او شرائط يې د افغان ملت د مبارزينو (طالبانو) په ګټه او د اشغالګرو ځواکونو پر زيان څرخول.
خو د طالبانو د صف وحدت او يوالي ته دښمنان هم لاس تر زني ناست نه وو، بلکي هر ډول حربي او دسيسې يې جوړلې، او له هر فرصته يې استفاده کول، يوه لسيزه يې پر دې پوره فکرونه او تجربې وکړې، چې طالبان له سنګرونو پر شا کړي او په خپل منځ کې يې سره اړم کړي، چې په هغه تجربو کې دوی د طالبانو وحدت او يوالی له منځه وړل د طالبانو په پرځولو کې مهم کار ګاڼه، په همدې اساس په ځيني مهمو قضاياوو کې دښمنانو د خپلي چالاکۍ، ځيرکتيا، جعلسازۍ، درواغو او پروپاګند په توسط کولی شوه، چې د طالبانو د صف وحدت او يوالی له منځه یوسي، ځکه د دوی په اند د وحدت او يوالي له منځه تللو وروسته به طالبان په خپله له سنګرونو پر شا شي، او د دوی په وړاندې به د طالبانو د فتحوو او برياوو د تسلسل مخه به ډب سي.
چې د همدې قضاياوو څخه يوه مهمه قضيه د اميرالمؤمنين لوی ملاصاحب رحمه الله وفات و، دې قضيې ته د طالبانو دښمنانو له کلونو کلونو انتظار ايستلی و، او د لوی ملاصاحب وفات يې بيابيا په درواغو رسنيز کړی و، رښتيا هم ياده قضيه دومره مهمه او ارزښتناکه وه، چې د طالبانو د صف وحدت او يوالی په کې ساتل د يوې معجزې کار و، خو کله چې د لوی ملاصاحب د وفات لويه فاجعه رامنځته شوه، دښمن ته له کلونو کلونو وروسته هغه چانس او فرصت په لاس ورغلی، چې دوی له انتظاره ورته مړه و، نو پر خپله تبليغاتي دستګاه يې د طالبانو د صف د پاشل کېدولو دومره غوغا جوړه کړه، لکه دوی ته چې د طالبانو د وحدت او يوالي د له منځه وړولو ضمانت يو چا ورکړی وي، او همداسې يې د سياسيونو په نوم ځينو پست فطرته ډنډورچيانو د لوی ملاصاحب وروسته د طالبانو د صف په اړه د ډول ډول منفي احتمالات ږغول، دغه وخت ريښتيا هم افغان ملت او د اشغالګرو په وړاندې مبارزين په يوه خونړي ګرداب کې را ايسار شوي و.
خو د لوی ملاصاحب يوه روزل شوی شاګرد شهيد سعيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور رحمه الله افغان ملت ته د دې خونړي ګرداب په وړاندي يو ستره معجزه سوه، هغه سخت حالت او له خطره ډکو شرائطو کې يې د طالبانو د صف وحدت او يوالی ټينګ وساته، د دښمنانو هغه ټول خوبونه يې په اوبو لاهو کړل، چې ګواکې د لوی ملاصاحب په نه شتون کې به طالبان سره وپاشل شي، د پست فطرته تحليلګرانو ټول منفي احتمالات يې غلط ثابت کړل، د تاريخ په کچه يوه داسې فضاء رامنځته کړه، چې د هيواد، سيمه او نړۍ ګوته په غاښ ورته پاته شو، که څه هم ځيني مغرض عناصرو د طالبانو د صف څخه د دښمن د تبليغاتو او يا ځانځانۍ په خاطر بيل شو، خو د هغوی بيلوالۍ د صف پر وحدت هيڅ اغيزه هم ونه کړه، بلکې په دې بيلوالي سره د دوی اصلي څيره افغان ملت ته روښانه سوه.
دې عظيم شخصيت د ښکيلاکګرو او د هغوی د ګوډاګيانو هيله او ارمانونو له خاورو سره خاوري کړل، د دښمنانو د فکر او سوچ برعکس يې په نظامي او سياسي ډګر کې نوي ابتکارات وپنځول، په نظامي صفونو کې يې جګړې ته له چريکي حملو څخه تهاجمي بريدونو ته ارتقاء ورکړه، د هيواد پر خورا مهمو او ستراتيژکو سيمو يې د فتحې تابلوګاني نصب کړې، او د هيواد ټول ولايتونه يې د مجاهدينو د ګشت وګذار په موخه سره پيوند کړل، په سياسي ډګر کې يې د قطر د دفتر فعاليت د نړيواله څيره ورکړه، چې ياد دفتر په لنډه موده کې خورا ستري لاسته راوړني لرلې، او د طالبانو صف يې په اسيا او نوره نړۍ کې د يو منظم او ډسپلين پياوړي سياسې او نظامي وځلاوه.

نن چې له هيواد د ښکيلاک او اشغال ټغر ټول دی، د ازادۍ او خپلواکۍ په رڼا کې يو سوچه اسلامي قائم دی، دا ټول د منصور صاحب رحمه الله د هڅو او هاند محصول دی، د ده ژوند هم د دغه حالت لپاره روان و، او د ده قرباني هم د اوسني حالت لپاره وه، ده يوازې د افغان ملت لپاره قرباني نه ده ورکړي، بلکي د ټول اسلامي امت لپاره يې ځان لولپه کړ، نو ځکه نوموړی يوازې د افغان ملت لپاره محسن نه دی، بلکي د ټول اسلامي امت محسن دی، چې په پنځلسمي پيړی کې د اسلامي امت يو داسي اميرالمؤمنين و، چې د تاريخ په کچه يې يوه عظيمه قرباني ورکړه، زما په قلم کې نور هغه توان او انرژي نسته، چې د منصور صاحب رحمه الله خدمتونه، ستړياوي، تکليفونه، مشکلات او قربانۍ تمثيل کړي، الله جل جلاله دي منصور صاحب رحمه الله په سترو سترو جنتونو ونازوي او الله جل جلاله دې يې لارويانو ته د ده په څير د وحدت او يوالي د ټنګښت عزم ورکړي.

روح دې ښاد او ياد دې تل وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

کامران صاحب د گمراهی هم یوحد او اندازه وي معجزه د پیغمبرانو سره وي او کرامت له او لیاء کرامو سره او دغه مرحوم پیغمبر نه وو ولې مو له ځینو خلکو سره مینه د گمرای لوري ته بیایي؟؟؟؟؟؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx