
باهر حقپال
مسلمه امت پر سیاسي ځراکت او پوځي شهامت سمبال مشر له لاسه ورکړ…
شپږکاله وړاندي په دې ورځ د اعلاء کلمة الله او د هیواد د استقلال په پار موږ داسي نر مشر او بیدار رهبر له لاسه ورکړ چې په لږ وخت او په نشت حساب امکاناتو یې د نړیوالو خونخوارو په خولۀ کې، د اسلامي امارت سپیڅلی صف، پییلی، هدف ته نیږدي او له هرډول بې خوندیو، خوندي وساتي.
هغه مشر چې له سیاسي درایت سره-سره یې پریمانه پوځي شهامت هم درلود. داسې جګړیز تاکتیکونه یې وپنځول چې پر نامتو او پرمختللیو تجهزیاتو سمبال جرنیلان یې له مخنیوۍ عاجز او کاسر جوت شول. په جګړیزو تاکتیکو او ویښو سیاستو یې آن دښمن هم معترف و. د مغرورې امریکا او سرزورو ایتلافیانو غرور یې هغه وخت ور مات کړ چې د نوموړي په مشرۍ د کندهار په شمول هلمند، روزګان او جنوب لویدیځ ولایتونو کې نۀ ماتیدونکي مهارتونه او مدبرانه پلانونه ترتیب او عملي شول. د خپلو اسیرو ملګریو د ازادولو د ځانګړی مهارت شاهدي اوس هم د کندهار مرکزي زندان وایې چې د نوموړي په تدبیر او مجاهدینو په زیار دوه ځله (۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کې) مات شوی.
د پیښو په حل و فصل کې د بې دریغه بصیرت او ځراکت څښتن و. په نرم مزاجۍ، معنادار کلامۍ او ژورفکرۍ پیژندل کیدی. خبرو کې یې عقلانیت او لهجو کې یې شهامت له ورایه درک کیدی.
هوکې! منظور مې د الله په لاره کې لولپه شوی رهبر، شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور -تقبله الله- دی.
شرعي ارزښتونو ته اعتقاد:
شهید ملااختر محمد منصور -تقبله الله- انساني او نفسیاتي خواهشات د حق پر کلمې ځپلي او سرکوزي کړي و؛ ځکه خو یې انساني فطري سرکښي له منځه وړي او داسي صالح او مصلح انسان ګرځیدلی و چې د ښيګڼو پراخي يې هېڅ پوله او خنډ نه درلود. څۀ یې چې ځان ته خوښول، هغه یې بل مسلمان ته انتخابول. شریعت ته وفاداري له بې ځایه افراط او عیب داره تفریط څخه راګرځولی و. د ژوند معمول یې اسلامي احکامو ته انقیاد او تسلیمي وه. د خپل طبیعت جبر او سرزوري یې د سنت په تعمیل زندۍ کړي و.
هغه رحمه الله په غږیز کلیپ کې پخپله وایې : » په هرڅه کې باید شریعت ته غاړه کیږدو، په جهاد کې باید ځاني اجتهاد، شخصي مزاجونه یا افراط او تفریط ورګډ نه کړو، بلکې یوازې د شریعت تابع واوسو، په دې باید ټینګه عقیده ولرو هغه څه چې شریعت یي امر کوي زموږ په خیر دي که څه هم ظاهرًا د چا په مزاج درانه تمامیږي.»
هغه مخبت او مطیع شخص و:
شهید امیرالمؤمنین تقبله الله پخپل ژور فکري ویښتابه، متشتت زړونه داسي پييل چې د دښمن له تبلیغاتو را ټوکیدلې کرکې یې په مينه بدلولې. په خپل ژوند کې یې هر ډول دنياوي ارزښتونه له دیني او معنوي ارزښتونو ځار کړي و. د هغه رحمه الله د دوستۍ او دښمنۍ معیار د سپیڅلې دین اساسات و. شخصي دښمني، لساني او سمتې ناحقه پالنې او بې ځایه سرزوریو څخه یې کرکه کول. ژوند یې په تقوا، د سنتو په اتباع او په ورعې پوښلی و. د خپل زعیم مخبت او مطیع شخص و. د وینا په یوه برخه کې وایې:
« زه د اسلامي امارت د مؤسس او زموږ او ستاسو د محبوب رهبر أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دا خبره یو ځل بیا را ژوندۍ کوم او وایم چې موږ له هیچا سره شخصي دښمني او تضاد نلرو، زموږ دوستي او دښمني یوازې د اسلام د مقدس دین د آساساتو پر بنا ده.»
د مظلوم رعیت یؤ محتاط راعي:
د رعیت د مسؤلیت دروندوالي محتاط راعي او مدبر داعي ساز کړی و. د ولس پر مال او ځان یې هومره پاملرنه کوله لکه د خپل ځان او مال. تل یې له لاس لاندي کسانو ته له ولس سره د نیک تعامل او پاکې رویې توصیه کوله. د خلکو ساتنه یې خپل مسؤلیت ګاڼه او په دې لاره کې یې هیڅ ډول بې احتیاطي د منلو وړ نۀ ګڼله. له کلک هوډ سره یې د اخلاصمند موډ ملتیا، د پریکړو په متانت کې رغنده رول لوبوی. د دریځ قاطعیت او نر طبیعت یې اوس هم ژوندی تاریخ دی. هغه اوس هم د تاریخ په ژبه خپل مجاهد ولس ته په خطاب کې وایې:
« مجاهدین باید ډېر متوجه وي چې د عملیاتو پرمهال د بیګناه خلکو ویني تويی نشي اسلامي امارت د خپل ولس د تحفظ مسئولیت پرغاړه لري او زه به د اسلامي امارت د امیر په حیث هیڅکله اجازه ورنکړم چې د بی احتیاطۍ له امله د خلکو سر یا مال ته زیان ورسیږي»
یؤ نۀ ماتیدونکی سیاسي شخصیت:
عاجزه او خندانه څهره یې د بلا ډېرو ناخوالو او کړاوونو مخه ډب کوی او پوښی شوه.
د نړۍ ټولې هوساینې یې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو په هوساینه کې قربان کړې. د هغه د امیرالمؤمنینۍ لنډه دوره او زښت زیات ګړندی مزل یې معاصره ځانګړنه ده. حلم، صبر، استقامت او کمالي رهبریت یې د ثالث عمر د وفات له معجزانه راز څخه درک کیدی شي. هغه وخت، ساعت او ځای به مې هیڅ وخت هېر نشي، کله چې د ثالث عمر له رحلته خبر شوم؛ خو ملامنصور -تقبله الله- د دې ستر غم او درد سره د دې زورور او ملاماتونکي راز، بوج هم بار کړی ګرځوی. د اسلامي امارت سیاسي ډګر په لومړي ځل د دۀ رحمه الله په واکدارۍ کې د نړۍ پر سیکرین نړیوالو ته شُُو شو. په اوسني سیاست کې د مسلمانو ایډیال رهبر و. د نړیوالو مغرورانه سیاست او د خدایۍ تر دعوی رسیدلی استخباراتي مأموریت یې په یواځي ځان دړې-وړې کړ. هغه به تل د یؤ شخص نۀ، بلکې د یؤ دروند او قدردان شخصیت په توګه ژوند کوی؛ ځکه خو له مړینې وروسته هم ژوندی دی.
تبلیغاتي ډګر او د ویښ رهبر رهبریت:
د امریکا له یرغل وړاندي چې کومه تبلیغاتي جګړه امریکا او ایتلافیانو یې د ټلویژون، راډيو، ورځپاڼي، مجلې، کتابونو، انټرنیټ، د هالیووډ او بالیووډ فلمونو، بلابیل ويډيو کليپونو او… په مټ پیل کړې وه، چې مصرف یې میلیارډونو ډالرو ته رسیدی، ترڅو له نظامي یرغل وړاندي د هيوادوالو ذهني او فکري جاپیریال یرغمل او ملي او فرهنګي ارزښتونه یې لومړی لړزانه او بیا له منځه ویسي او پر ځای یې خپل غربي او غلام فکرونه ور پیچکارۍ کړي. شهید امیرالمؤمنین رحمه الله د دې تبلیغاتي ملاماتونکي ګزارونو داسي دفاع وکړه چې د خوځښت ملا یې لا پیاوړي او لکه ونه مستقیمه کړه. هغه پوهیدی چې د یؤ تحریک، یؤ خوځښت او یؤ نظام لپاره ترټولو اړین، اغیزمن او ګټوره وسیله تبلیغاتي او مطبوعاتي جګړه متحرکه او پیاوړې ساتل دي.
(اوس هم مخالف لوری د تبلیغاتي ډګر په تقویه کولو او د خلکو د اذهانو مشتبه کولو لپاره هماغه پخوانۍ کړۍ لګیا کړې او په دوامداره توګه د اړین فیلډ ته کار کوي؛ هیله ده حکومت یې په سرعت او دقت سره مخه ډب او دې اړخ ته ترټولو ځواکمنه او زښته پاملرنه وکړي)
ترسره شوې هیله يې:
هغه د شهادت متمني او ټولو اسلامي ارزښتونو ته معتقد و. د الهي رضا د ګټلو په لاره کې له ځان او ماله تېر او له هرډول کړاوونو بې پرواه و. همدا وه چې د الهي رضا د ترلاسه کولو په پار یې د لوی خدای جل جلاله دربار ته خپل نازدان وجود سکاره او لولپه شوی وړاندي کړ او خپله د شهادت سپیڅلې هیله یې ترسره کړه.
شهادت یې قبول او الهي دیدار او رضا یې نصیب شه.