نظــر

دښمن درک کړی و ځکه يې شهيد کړ

احمد منصور

د يو داسې شخصيت د شهادت د شپږم د تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې کې مو ګډون کړی وو چې ژوند يې هم دغيرت او مرګ هم هغه د وخت نزاکتونه يې درک کولای شوای مصلحت او جديت يې مدبرانه وو ، فشارو ته نه تسليمدونکی وو ، غيرت، مېړانه حوصله يې ځانګړي اوصاف ول ، هغه په نظامي ډګر کې ښه پلان جوړونکی په سياسي ډګر کې بریالی سياستدان، ښه اقتصاد پوه او د دوښمن د فکري جګړې د مخنيوي په ډګر کامياب مبارز و.

شهيد اميرالمؤمنين منصور تقبله الله مې مراد ده هغه رهبر چې نه تنها ملت بلکې د ټول اُمت له مغلوبيت څخه د را ويستو په موخه يې شپه شوګيره او ورځ ستړې تېروله هغه ته داسې مهال امارت ور وسپارل شو چې کوم امتياز نه بلکې يو دروند پيټی او بار وو سعيد رهبر د اسلام د دوهم خليفه ابوبکر(رضي الله عنه) په څېر له ستونزو او بغاوتو سره مواجې شه خو رهبر چې د هم هغو نيکو سلفو له سيرت څخه په پوره توګه واقف وو په ډېر تدبير او هوښيارتيا يې هم صف له پاشل کېدو وژغوره ، هم مخالفتونه او بغاوتونه يې غلي کړل شهيد منصور صيب تقبله الله د دوښمنانو هيلې په ناهيلۍ بدلې کړې او پلانونه يې ور شنډ کړل امارت يې د فقر له حالت تر يو حده د بډايه توب لور ته رهي کړ، امارتي نظام هر کميسيون ته يې د سالم رفتار په موخه چوکاټ جوړ کړ هغه د هر کس ځاي پېژانده هم احترام او هم يې شفقت درلود.

هغه وخت چې امارت او ملت د ثالث عمر د وفات له امله دروند غم ځپلي ول شهيد منصور تقبله الله د کندوز په فتحه کولو يو پيغام ورکړ چې رب له مونږ سره ده او بريالي يو تر څنګ يې نړۍ ته هم پيغام ورکړ چې زمونږ د انتقام او آزادۍ جذبه لا اوس په شور راغله هو نړۍ وال يې په دې قانع کړل چې د زور له لارې دا ملت تسخيرول يو خوب ده امريکايانو چې له مذاکراتو تېښته کوله اخر يې کولو ته مجبور کړل سره له دې چې د نړۍ استخباراتي دستګاوې په نيولو او شهيداولو پسې لالهانده وې خو رهبر ته خپل هدف مهم وو نه ځان له همدې امله يې سفرونه کول څو ځينې هېوادونه په دې قانع کړي چې زمونږ مبارزه مثبته او مشروعه ده.

د شهيد اميرالمؤمنين ځراکت، هوښيارتيا، تدبير او پلان ګذاري دوښمن درک کړ ځکه يې د له مينځه وړلو په موخه خپل ټول امکانات په کار واچول دوښمن د ملاصيب له وفات روسته تړلې بسترې بېرته خلاصې کړې په دې آند ول چې امارت به هم د نړۍ د نورو تنظيمو په څېر د مؤسس له وفات روسته وپاشل شي خو شهيدمنصور صيب ماتحتو ته دا ور وانګيرله چې زمونږ اهداف علياء دي هو په دې يې هم وپوهول چې دين په رجالو نه بلکې رجال په دين پېژندل کيږي د منصور صيب ځيرک سياست څخه د ناټو چې په رأس کې يې امريکا وه په لړزه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx