افغانستان

حاجي فرید: د جان کېرې پرېکړه نه سوله راوستی شي او نه نظام

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د ملي یووالي او د بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې په مطبوعاتي کنفرانس کې د دې جبهې غړي حاجي احمد فرید وویل چې د جان کېرې پرېکړه به نه سوله راولي او نه نظام.
د نوموړي جبهې مشر انجینر احمد شاه احمدزي هم د ټاکنیزو ناندریو اړوند د جان کېرې پرېکړه له شرعي اړخه حرامه وبلله او دا يې د ټول افغان ملت لپاره شرم وګڼله چې حاکمیت يې د یو «کافر» په لاس کې وي.
د دوی په خبره دوی وړاندې هم ټاکنې ناسمې ګڼلې او اوس يې پایلې هم هماغه ډول جنجالي او نا برخلیکه دي.
په یاد کنفرانس کې فلسطین قضيې ته هم اشاره وشوه او هلته يې اسراييلي بربریت وغانده.
د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهي په ننني مطبوعاتي کنفرانس کې داسلامي هېوادونو مشران په دې ملامت وګڼل شول چې په غزه کې د اسرايیلي وحشت اړوند چوپه خوله دي.
یادې جبهې په پای کې دغه اعلامیه خپره کړه:

د ټاکنو د دویم دور پایلو په تړاو د «ملي یووالي او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې» د ټاکنو

بسم الله الرحمن الرحیم
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د سیالیو لپاره د نوماندو له نوم لیکنې او بیا ټاکنیزو کمپاینونو راهیسې دا دی شپږ میاشتې وشوې، مګر د دغو ټاکنو پایلې لا هم جوتې نه دي او افغانستان له یوه خطرناکې سیاسي تشې او کړکېچ سره مخ دی. د دغه وضعیت منفې اغېزې د هېواد پر اقتصاد او امنیت ښکاره دي.
له بلې خوا د ځانګړو امریکايي څېړونکو یو راپور په ډاګه کوي، چې ټول هغه لګښتونه چې په افغانستان کې په تېرو دوولسو کلونو کې وشول، د مارشال له پلانه زیاتېږي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د شپاړسو اروپايي هېوادونو د بیارغونې لپاره لګولي وو.
دا ټول ښيي، چې کله یو هېواد له ټیکاو او سولې برخمن نه وي او تر هغې چې سوله د یوه دولت د پلانونو په لومړيتوبونو کې نه وي، په دغسې هېواد کې نه اقتصادي وده کېږي او نه د وګړو رایه کولای شي هېواد له ستونزو وژغوري.
د «ملي یووالي او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې» د ټاکنو بهیر له پیله وړاندې په یوې خبرپاڼه کې یاده کړې وه، چې د جګړې او نامنۍ په حالت کې به ټاکنې هېواد له کړکېچ سره مخ کړي. موږ څو څو ځله د دغو ټاکنو د منفې پایلو په اړه، چې هېواد یې د قومي بېلتون پر کرښه ودرولی، خبرداری ورکړی و. زموږ غوښتنه دا وه، چې باید د ټاکنو پر ځای یو داسې لنډمهاله حکومت منځ ته راشي، چې د ښکېلو اړخونو له باوره برخمن وي او د بین الافغاني خبرو اترو زمینه برابره کړي. سولې او اوربند ته له رسېدو وروسته به دغه حکومت افغانستان شموله ټاکنو ته زمینه مساعده کړي. له دې پرته، د امنیتي تړون لاسلیک او په افغانستان د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله شتون د جګړې د غځېدا لامل به شي.
اوس چې ټاکنې په یوه کنګل اوښتي او څرګنده پایله هم ورته نه شي تصور کېدای او امریکا هم د اساسي قانون او خلکو د رایو په پښو لاندې کولو غواړي د خپلې خوښې حکومت پر افغانستان وتپي، موږ یو ځل بیا په ډاګه کوو، چې د ټاکنو پایلې هر څه شي، هېواد به له دې ژور کړکېچه ونه شي ژغورلای او هغه څه چې د ملي یووالي حکومت یادېږي، د هغې مافیايي دسیسې برخه ده، چې غواړي یو کمزوری او بې نظمه حکومت منځ ته راوړي او پر یوې څوکۍ د څو تنو له کشمکش پرته به نور څه ونه لري.
د «ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهه» یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د دې ستونزې حل لار د یوه لنډمهاله حکومت منځ ته راتګ او د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هڅې دي. د درغليزو او پاکو رايو بېلول به یوه ناکامه هڅه وي او کله به هم دغه له سره تر پایه درغلیز بهیر به د مشروعیت څښتن نه شي او شته کړکېچ به پای ونه مومي.
و السلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

کور مو ودان روشتیا مو ویلی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x