افغانستان

د افغانستان برښنا شرکت: بلخ کې د برښنا پایو نړېدو سره د کابل برښنا نه ده ټکنۍ شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د افغانستان برښنا شرکت منلې چې د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د روښنايۍ دښمنانو درې پايې په ماینونو الوزولي دي.

د برښنا شرکت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د دغه درې پايو الوزولو سره یواځې د سمنګان برښنا لنډمهاله ټکنۍ شوې ده.

یاد شرکت زیاته کړې چې د دې پېښې له امله د کابل او د وارداتي برښنا نه ده ټکنۍ شوې او په سیستم کې شته برښنا په عادلانه ډول پيرودونکو ته ویشل کیږي.

د برښنا شرکت ویلي دي چې تخنیکي ټیمونه ساحې ته رسیدلي څو نړیدلي پايې بېرته ورغوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د بریښنا ستونځه به نوره هم زیاته شی کچیری درسته چاره یی و نشی. زه یو پشنهاد لرم ښه په غور او حوصلی سره یی واوری. کچیری قابل د منلو نه وه یو منفی لایک او کچیری خوش مو شو بیا نشر او مثبت لایکونه راوو وروی. د یوې پایی ارزش وایی چی څو میلیونه ډالره دی دا خو غټه ضربه ده په کوران اسلامی امارت. زه پشنهاد کوم چی د هری پایی په سر یوه امنتی کمره نصب کړی قیمت یی دی پنځوش (۵۰) ډالره. دا کمره به په مرکز کی د مرکزی دستګاه سره Through Cloud تړلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx