افغانستان

پاکستان له افغانستان سره دوه نورې ترانزیتي او پلي تګ راتګ لپاره لارې خلاصوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي چې پاکستان پریکړه کړې چې له افغانستان سره څو نورې تړل شوې لارې بېرته خلاصې کړي څو اقتصادي فعالیتونو او خلکو تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي.

صادق خان پر خپل ټویټر لیکلي دي چې په لومړنۍ مرحله کې د اراندو لاره چې کونړ او چترال او بنشاهي چې دیر او کور سره نښلوي خلاصې شي.

هغه زیاته کړې چې اوسمهال افغانستان او پاکستان تر منځ پنځه لارې (تورخم، غلام خان، انګور اډه، سپین بولدک-چمن او دلبندین) خلاصې دي او خلک کولای شي چې له دغو لارو تګ راتګ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx