افغانستان

عربي امارات افغان اتباعو ته د ویزو ورکړې صادرول پیلوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ غبرګولی،۱۴۰۱ل): متحده عربي اماراتو افغان چارواکو سره ژمنه کړې چې ډیر ژر به افغان سوداګرو او کارګرانو ته د ویزو صادرول پیل کړي.

د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر دفتر وايي چې افغان پلاوي د دوبۍ له رييس سره افغانانو ته د ویزو پر ورکړه خبرې کړي او هغوی ورسره موافقه کړې ده.

نن ټکی اسیا ته هم د افغان پلاوي یو غړي وویل چې له عربي اماراتو له چارواکو سره د ویزو مسئله مطرح شوې او هغوی په پرنسيپ کې د ویزو ورکړې سره توافق وکړ.

بل لوري ته د افغان سوداګرو شورا وايي چې په متحده عربي امارتو کې له ۳۰۰ زره زیات افغانان په کار بوخت دي او ځينې دغه سوداګر او کارګر د ویزې او پاسپورټ د تمدیدو له ستونزو سره مخ دي.

طلوع نیوز ته د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل ویلي چې دا ځل افغان چارواکو د متحده عربي اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي، او ډیر ژر به د ویزو ستونزه حل شي او الوتنې به هم پيل شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا د معلوماتو پر بنسټ، افغانانو په دغه هېواد کې له لس مېلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وایی لږ تاسی راکړی چی لږ مونږه درکړو دی ته وایی تعامل. دا هوایی ډګرونه مخکی د امریکایانو په لاس کی وه چی اوس یی عربی امارات تحویلی اخیستې. باور وکړی زه خو د اشغال په معنی هیڅ پوه نشوم. بیا نو بهتره چی درست هر یوه هیواد ته باید اجازه ورکړل شی چی دا وطن آباد کړی. د دوبی دشتی او د شارجی وچی دشتی او بیدیاوې همداسی آبادی شوی دی. امارت اوس صرف خپل استخبارات قوی وساتی او کارونه دی مسلکی اشخاصو ته ورکړی تر څو د بهرنیو په چل او ول هم پوه شو. ملا بیچاره په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx