
سهیل شاهین: هند دې په افغانستان کې خپل سفارت خلاص کړي؛ افغان حکومت یې د امنیت تضمین ورکوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ غبرګولی،۱۴۰۱ل): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته د افغان حکومت نوماند سهیل شاهین له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې هند دې د افغانستان له خلکو سره ژورې اړیکې جوړې او په کابل کې دې خپل سفارت خلاص کړي.
هند د تېر کال د اګست د میاشتې له ۱۵مې وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړلو.
ښاغلي سهیل شاهین ویلي دي چې افغان حکومت ژمن دی چې د هند سفارت خلاصولو سره د هندي ديپلوماتانو امنیت به تضمین کړي.
هغه وویل چې بهرنیو سفارتونو امنیت ساتل د افغان حکومت دنده ده او اوسمهال هم ډیری سفارتونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي افغان حکومت يې امنیت نیولی دی.
سهیل شاهین په وینا افغان حکومت به پر هغه پروژو چې هند پیل کړې وې او اوس يې کار په ټپه دریدلی دی د هند له خوا د بېرته پيلیدو هرکلی وکړي خو هند دې د تېر حکومت له چارواکو سره اړیکې نه نیسي او نه دې هم له اوسني حکومت سره اړیکې د هغوی له عینکو جوړوي.
هغه وویل چې هند دې خپلې اړیکې د افغانستان له خلکو سره جوړې کړي، څوک چې په افغانستان کې دي او همدلته پاتې کیږي.
شاهین زیاته کړه چې هند او افغانستان دوه مستقل او ازاد دولتونه دي او دواړه دولتونه باید د خپل ملي منافعو، برابرۍ او شریکو ګټو په رڼا کې اړیکې ټینګې کړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې «انډین ایکسپریس» مشهورې هندۍ او د هند حاکم حکومت ته نیږدې ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې هند په افغانستان کې د ديپلوماتیک حضور ساتلو غور کوي.
یادې ورځپاڼې لیکلي و چې د فرورۍ په میاشت کې د امنیتي مسوولینو یو ټیم کابل ته سفر کړی څو په کابل کې عملا حالت ارزیابي کړي.
انډین ایکسپریس ورځپاڼې د سرچېنو له مخې د هند حکومت پلان له مخې د هند په ديپلوماتیکې استازولۍ کې به لوړې پايې ديپلوماتان نه وي او سفارت به یواځې ارتباطي رول لوبوي چې ممکن ځيني قونسلي خدمات هم وړاندې کړي.
شاهین صیب دی ژوندی وی ماته یی یک متل را په یاد کړ وایی: په چا چی بده ورځ راشی بیا هندو ته ماما وایی. اوس همداسی یوه ورځ پر طالبانو راغلې خو اصلی علت یی همدا خپله طالبان دی. د سیاست ډګر کی بالکل ناکامه دی، حکومتولی خو هسی نه ورځی. ځانو ته مسلمانان وایی خو ځینی کارونه یی خلاف د اسلام دی لکه د مړو د کلیزو لمانځل هغه پرون یی د ملا منصور کلیزه ولمانځله، د ښځو په حقوقو سترګی پټول، د ښځو د تعلیم خلاف، کار اهل د کار ته نه سپارل، بده رویه له خلکو… نور لوستل »
طوطي مخ دپه دي او هغي دنيا تور شه، ټولي خبري دي دروغ او پروپاګنده ده . دا پوچ تبليغات نه يواځي ته ، بلکي ستا ډير همفکره ئي کوي. په اصل کي ستا ټول تبليغات دپخواني حکومت لپاره صدق کوي. کاروان
کاروان ته: دا قضاوت به الله ج ته او خلکو ته پریږدو چی د چا مخ تور. د پخوانی حکومت دی رنګ ورک شی له تا سره. ګوره: پخوانی حکومت د مړو د کلیزو لمانځه کوله امارت یی هم کوی. آیا دا په اسلام کی روا ده تور مخیه؟ قرآن کی په صراحت راغلی چی کار اهل د کار ته وسپاری آیا د معادن، او ځینو نور وزیران د ملایان وی که انجنییران مخ توریه؟ د مجرم پر سینه ور ختل، د خلکو د سترګو مقابل کی په لغتو وهل بدون له مخکمې، ایمل دی راولیږه چی کلپونه یی درولیږم،… نور لوستل »
طوطی خانه سردی بی ځایه مه خوګوه دی خره لکی له لر او بره که لویشت کړې هماغه یوه لویشت ده
خير دي طوطي وروره که موږ ډير سپګن يوه، خوبيا به هم ستا دا لکيداره سپګي اول درپاکي کړو، چه ستا تبيعت لګ برابر شي! دنجونو دمکتب په مورد به ووايم، چه هغوي زما ، خويندي، لورګاني او وريري دي، هغه ورځ چه ددوي مخه له مکتب نه ونيول شوه او په ژړا او مايوسي کورته راغلي، نو باور وکړه چه بيهده ډيري مي ژړلي دي او دډير درد احساس مي کاوه! اما صبر مي کړي او وينم چه تر اوسه هيچا هم دنجونو دمکنب او پوهنتون دبنديدو اعلان ندي کړي! پوهنتوتونه دنجونو په مخ خلاص دي او په ځينو… نور لوستل »