
فاعتبروا……..!(له تاریخ څخه یې زدہ کړئ!)
حفيظ الدين پيرزاده
د مرحوم داؤد خان په جمھوریت کې اصلي واک د خلق او پرچم له کمونستانو سرہ وو.
د اسلامي نھضت پر غړیو یې رڼا ورځ تورہ شپه کړې وہ. وھل، ربړول، زنداني کول او ان وژل یې پیل شوي و.
خو ھغوی چې له دې نارواو لیرې پاته ول، لکه حکمتیار، رباني، مسعود، وقاد، انجنیر احمد شاہ، انجنیر ایوب، او نور، پاکستان ته تښتیدلي وو.
د کمونستانو د ھمدې ظلمونو په مقابل کې د پاکستان د صدراعظم ذو الفقار علي بھټو پر ملاتړ د اسلامي نھضت غړو د داؤد خان د حکومت پر خلاف د قیام پریکړہ وکړہ!
د بھټو پنجابۍ ادارې ته په افغانستان کې د لاس وھنې تر دې بھتر فرصت نور نه شو برابریدای، نو یې ورسرہ د پیسو، وسلو او فوځي روزنې مرسته وکړہ.
د مرحوم مودودي صیب اسلامي جماعت، د مرحوم مفتي محمود صیب د علماو جمعیت، د درخواستي صیب ټولی او نورو پاکستاني دیني تنظیمونو ھم ورسرہ اخلاقي او نورې مرستې وکړې.
ھماغه و چې د افغانستان د اسلامي نھضت منسوبینو ( گلبدین، مسعود، رباني و امثالھم ) د افغان حکومت پر ضد، په کونړ، لغمان او پنجشیر کې وسله وال پاڅون وکړ.
د افغانستان ملي اردو، پولیسو او نورو امنیتي سازمانونو د ولس په مرسته پاڅون کونکي باغیان ځینې مړہ کړل، ځینې یې ژوندي ونیول او پاته یې پاکستان ته په تیښته بریالي شول!
په نیول شویو کسانو کې د شھید مولوي صیب حبیب الرحمن رحمه الله په شان پاکې، مسلمانې او مبارزې څیرې ھم وې.
کال دوہ پس کمونستانو د داؤد حکومت را نسکور کړ.
د ترقۍ ، مساوات او عدالت تر نامه لاندې یې داسې فرمانونه جاري کړل چې نه یې د ولسي روحیې سرہ اړخ لگوہ او نه له شرعي موازینو سرہ!
دا ځل ھماغه تښتیدلي باغیان په داسې حالت کې بیا راغلل، چې ولس یې تر شا ولاړ و، او د کمونستانو نظام د سرہ لښکر مداخلې ھم له را پرځیدو څخه و نه شو ژغورلای!!
دلته پوښتنه دا را پیدا کیږي چې د اسلامي نھضت پاڅون ولې په لومړي ځل ناکام او پر دویم ځل بریالی و؟
ولې ولس ورسرہ په لومړي پاڅون کې مخالفت وکړ خو څه مودہ پس یې تر شا ودرید؟
د دې ھر څه عمدہ لامل دا و چې د داؤد د پاچاھۍ پر مھال خلکو نظام خپل گڼلو او تر شا یې ولاړ ول خو کال دوہ پس د کمونستانو نظام داسې عجیب او غریب فرمانونه را و ایستل چې نه یې ولسي روحیه لرله او نه ملي فکر!
ولس نور نظام خپل نه گڼلو، او ھر څوک چې کوم شی خپل نه گڼي نو بیا ځان یې پر دفاع مکلف ھم نه بولي!
پایله:
زموږ په ټولنو کې یو حکومت تر ھغې پورې د بقا فرصت لري تر څو یې مشروعیت د ولس په سترگو کې متضررہ شوی نه وي.
اسلام ټولنیز دین دی، زموږ عبادات ټولنیز دي لکه لمونځ، حج او نور.
د شرعي قوانینو تنفیذ ھم د ټولنې د بھبود لپارہ دي.
پیغمبر علیه السلام ھغه کار خطا نه بولي چې امت یې پر اجماع کړې وي.
له حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنھما څخه په ترمذي کې روایت حدیث دی چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي: إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي عَلَى ضَلَالَةٍ ، وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ
د پیغمبر علیه السلام په مبارک حدیث کې د مضارع فعل کاریدلی چې مانا یې دہ د مرحومه امت پر بدو او ضلالت اجماع ان تر قیامت پورې امکان نه لري.
د افغان مسلمان، مجاھد او مقھور ولس پر کوم کار ټولنیز رضایت د ھمدې حدیث له دې برخې سرہ سمون خوري چې وایي: ید الله مع الجماعه ( د الله مرسته له ټولنې سرہ دہ )، ځکه چې دا امت پر گمراھۍ اجماع نه کوي!
نو پر ھمدې ملحوظ، ھر ھغه حکومت/نظام چې فرمانونه او فیصلې یې د ولسي روحیې او ملي دریځ پر خلاف وي، ځان ته پخپله د تباھۍ او بربادۍ کندہ وباسي!
د اسلامي امارت د بریالیتوب ستر لامل دا و چې ولس یې تر شا ولاړ و او له ټولو ننگونو سرہ به تر ھغې بریالی وي تر څو ولس دا نظام خپل گڼي!
چارواکي یې باید له تاریخ څخه زدہ کړي!
د کمونستانو او غني حکومتونه د خپلو ټولو بھرنیو بادارانو له مرستو او مداخلو سرہ ځکه ونړیدل چې ولس ترې د خپل باور رایه اخیستې وہ!
جانان زما په سر جانان دی
که لاس ترې واخلم د دوھۍ ملنگ به شینه
____________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مئ ۲۱/ ۲۰۲۲ م
لندن
پیزاده صاحب سلام! َکلی لیکنه دی کړی خو زه ستا ددوه ټکو سره مخالف یم: دداودخان دنظام په خلاف داخوانیانو پاڅون ځکه ناکام شو چه هاغه وخت د دغه یاغیان څخه يوازي دپاکستان ای اس ای او اخوانی ډلو ملاتړ کاوو. خود کمونستانو پرخلاف داخوانیانو جګړه دساړه جنګ دحساسو شیبو په دوران کیی پیل او دا وخت یی ترشا ګرده نړی ولاړه وه. دوهمه خبره دا چه دکمونستانو فرمانونه ستاسو په اند داسلام خلاف وو مهرباني وکړه دهغه فرمان نوم واخله چه هغه داسلام خلاف وو. په حقیقت کی فرمانونه داسلام خلاف نه بلکه د افغاني ټولني د دمفته خورو… نور لوستل »
ته به وایی چی کمونستان خلکو نه پیژندل. مرتد خلک ول او ددوی مرتدوالی خلکو له مخه پیژاند. ملایانو ددوی په خلاف حرکت وکړ. یوکال کی سره منظم سول. دترکی فرمانو کمک ورسره وکړ. یو کال وروسته چی کله ملایانو دپاڅون اعلان وکړ زما یاد دی چی خلک له تبرو سره غرونو ته وختل. یوکال لا نه وو پوره سوی چی نظام له سقوط سره مخ سو. نو خلک دروسی قواوو له راتګ نه مخته له پاڅون سره یوځای سول. که له اخوانیانو سره ملایان نه وای یوځای سوی نو کیدای سی هغوی بیا هم ناکام سوی وای. هغوی دملایانو… نور لوستل »
پیرزاد صاحب په قلم دې برکت شه.