شعـــــرونه

سُلطه دې د چنګېز غوښته قایمه له اوله/ بريالی

احمد بريالی

سُلطه دې د چنګېز غوښته قایمه له اوله
دا زړه دې ولې داغ  نه سو ظالمه له اوله

باران د ستمو دې وراوه پر خوار ملت
مانده نه وه له قهره دې سالمه له اوله

اوږده دې ونیولې دا نیمګړې دنیاګۍ
پوهېږې چې دنیا نه وه دایمه له اوله

مذهب د سیکولر دې له مذهبه و جدا
چې ګروهه بدل نه مني خادمه له اوله

دوره د ازادۍ دې وه د عمر انتخاب
ښکاره له عنعناتو سوې نادمه له اوله

نظام د عریانۍ غواړي ناولې د دوران
تشبیهه دې وه ظاهره له بهایمه له اوله

کښتۍ د شهوتونو دې سوه غرقه پر ګودر
ښکاره سوه د نصرت له علایمه له اوله

آواز چې غبرګوي له سیکولرو بریالیه
پېرزو د خوار احمد نه وه ناظمه له اوله

احمد بریالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx