دیني، سیرت او تاریخ

مقاصد الشریعة او معاصر متجددین

ميا نور اغا

مقاصد الشریعة یو لوی قوي او باریک فن دی په دې باندې ډیرو علماؤ کتابونه لیکلي, دا یې واضحه کړې چې د شریعت احکامو کې الله تعالی دنیاوي او اخروي مصالح ایښي, ځکه چې الله تعالی حکیم ذات دی او د حکیم ذات احکام له حکمت او مصلحت څخه خالي نه وي, دا بیله خبر ده چې ځینو مصالحو ته د انسان عقل رسیږي او ځینو ته نه رسیږي خو احکام له مصالحو خالي نه دي.

علماؤ دغه مصالح د شریعت له نصوصو څخه معلوم کړي, داسې نه چې د دوی د عقل محصول دي.
همدا رنګه مصالح د احکامو فوائد دي, د احکامو لپاره علل نه دي.

دا مسلمه خبر ده چې په تغیر د علت سره په حکم کې تغیر راځي, ځکه چې د احکامو بنا په علت باندې وي, لکه: فقهاؤ ویلي: د فصل لپاره اوبه خرڅول جائز نه دي, علت یې جهالت ښودلی, ځکه چې د ابو اندازه نه معلومیږي نو د جهالت له امله یې خرڅول ناجائز شو, خو په اوس وخت کې دغه علت تغیر شوی, جهالت ختم شوی ځکه اوس اسباب شته چې د ابو مقدار معلوم کړي.

خو د مصلحت په تغیر سره په حکم کې تغیر نه راځي, ځکه حکم په مصلحت او فاظده باندې نه ده ولاړ , بلکې مصلحت او فائده اضافي او زائد شی دی, مثال: د لمانځه مصلحت الله تعالی ته رجوع کول دي, اوس داسې څوک نشي ویلی: چې ما ته قلبي رجوع حاصله ده نو په ما لمونځ نه دی فرض, العیاذ بالله.

معاصرو کجرو متجددینو کوښښ کړی/ کوي چې د احکامو مدار په مصالحو بنا کړي او په تغیر د مصالحو سره احکام تغیر او بدل کړي, دوی د استشراق او مادې مرض نیولي, کوښښ کوي چې مسلمانانو ته په خوږو کې زهر ورکړي او په علمي دجل او تلبیس سره یې له سریعت څخه واړوي, دوي په دې کړنې سره شریعت معطل ګرځوي, ځکه دا ډیره خطرناکه حربه ده په دې سره ټول شریعت معطل ګرځیدای شي.

د دې خلکو تر شا د مستشرقینو لوی لاس دی ځوانه طبقه باندې ډیر قوي کار کوي.
د داسې کړنو بوی په حزب تحریر کې هم حس کیږي, په پاکستان کې یوه ډله ده چې فکریان ورته وایي دوی هم په همدې طریقه ګمراه دي او خلک ګمراهي ته رابلي, دوی د شاه ولي الله او عبید الله سندي متبعین ځانونه ګڼي, او د هغوي له هغو کتابونو او بیانونو څخه غلطه استفاده کوي کوم چې په مقاصد الشریعة کې لیکل شوي, او په همدغه غلطه طریقه دوی استدلال کوي, دوی په دې طریقه احکام معطل کړي, عملي عبادات نه کوي, ځانونه فلسفیان او فکریان ګڼي, دوی دعوه کوي چې مونږ فکري مبارزه کوو او د شریعت په مقاصدو ښه پوهیږو.
همدا رنګه زیات مستشرقین د علماؤ په نوم روزل شوي چالاک متجددین شته چې خلک یې د دجل ښکار شوي, لکه غامدي و امثاله.

میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

ښاغلیه فتوا کول اسان ندی. تاسو پوره دمقاصد شریعه تاریخ ندی ویلی. هغه خلکو چی مقاصد بیان کړی هغوی دشافعی او مالکی مذهبو پیروان دی. امام الجوینی، دهغه شاګرد امام غزالی او الشاطبی او القرافی هغه اصولی علماء دی چی ددوی کتابونه په ددوی په مذهبو کی له پیړیو راپدیخوا تدریسیږی. دیوبندی ملایان ورسته باندی خبر سوی. تاسو دمصالحو په مطلب غلط پوهول سوی یاست. فکر نکوم پوره کتابونه مو ویلی وی. زه له سلو زیات کتابونه لرم خو تراوسه می دا ستا خبره نده لیدلی. لطفا حواله او مصدر واضح کړی که زه نه یم باندی پوه سوی نو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx