نظــر

د مقاومت اعلانونه، د امارت فرمانونه او د ولس ارمانونه

عبدالوحيد وحيد

اړين وضاحت؛
د جګړو په هکله زما ټول قضاوتونه، څرګندونې او دريځ د افغانانو ترمنځ په مختلفو نومونو او عنوانونو د خپلمنځي جګړو په محوريت را څرخيږي. د يرغلګرو او اشغالګرو په وړاندې د مبارزې په تړاو مطلقاً جدا نظر لرم چې د کورنيو جګړو په تړاو مې له دريځ سره قطعاً د پرتله کېدو وړ نه دي.

دلته ډېره اوږده جګړه تېره شوه. دلته ډير سرونه په خاورو او وينو کې لت پت شول. دلته په زرګونو لاس تړليو تسليم شويو انسانانو باندې د کلاشینکوفونو ببکي وشول او دښتې يې په وينو خړوبې شوې. دلته ډيرې ميندې په دغه ګناه بورې شوې چې عسکر پوليس، مامور يې زيږولى و، ډيرې خويندې ځکه کونډې شوې چې له طالب سره يې د ژوند تړون درلوده ، د يتيمانو لښکرې جوړې شوې ځکه چې پلاران يې د جمهوريت او يا امارت پلويان وو، خو د هيچا بريا نصيب نشوه
هېواد مو کنډواله شو او  زموږ په آند، زموږ په لاسونو د ماتو شويو زبرځواکونو خيراتونو ته محتاج وګرزيدو. ډير نظامونه مو ونړول خو د جوړولو هنر مو نه دى زده. . د انديښنې  خبره داده چې دلته هر څوک راغلل شعارونه ترانې سندرې وغږولې چيغې يې ووهلې دروغو ژمنې يې وکړې، هر څه يې ونړول، خو هيڅ ډول نظام يې جوړ نکړاى شو.

ايا په دغه حقیقت باندې به څوک د سترګو پټولو جرئت ولري چې د افغانانو ترمنځ د واک لپاره پرونۍ جګړه هم د ملت له سپيڅلي مبارزې سره جفا وه چې بوږنوونکي پايلې نن موږ ټول په ځانګړي ډول زموږ ځوانان تجربه کوي، د مقاومت تر نوم لاندې د نن او سبا  کورنۍ جګړې بيه به هم زموږ راتلونکې نسل ورکوي او هغوى به بيا لکه د نن ځوانان د واک د حرص په تړاو د جنګسالارانو په هکله حتماً قضاوت کوي؟ ولس مو  پرون هم د افغانانو ترمنځ د سولې معصومه غوښتنه درلوده چې متأسفانه په جګړه کې د ښکيلو خواوو د مشرتابه لخوا و نه منل شوه او نن  هم وايو چې کورنۍ جګړه په هر نوم او تر هر عنوان  لاندې په هيڅ ډول زموږ ستونځه نشي حل کولاى، د مثبت بدلون لامل نه ګرزي او هيواد ته هيڅ نيکمرغي نه راوړي.

د ښکېلو غاړو د سياسي مشرتابه واک محوره تګلارې، د نړيوالې ټولنې غلطې پريکړې او زموږ د ولس بدبختي وه چې پرون مو د مشرانو د غلطو محاسبو له امله يو مات ګوډ نظام نسکور او سوله تاړاک شوه. موږ وليدل چې له دعوو او ژمنو سره سره مو د بل نظام د جوړيدو خوبونه  له تعبير موندلو څخه پاتې، ارمانونه مو په سيند لاهو شول، ملت مو د بيوزلي په اور کې سوځي. داده اوس يو ځل بيا د بدمرغه جګړو ګواښونه اورو او تر هرڅه زياته د انديښنې وړ خبره داده چې په نړيواله کچه بيا د افغانانو ترمنځ د جګړې پيل ته لابي هم  روانه ده.

که څه هم زموږ سياسي مشران  مشورو ته د غوږ نيولو اړتیا نه محسوسوي، وړانديزونو ته څوک ارزښت نه ورکوي او د ولس غوښتنې ورته  اهمیت نلري، خو موږ پوهېږو چې دغه خاوره مو خپله ده او که مو څوک ددغه ګډ کور د خرابولو تکل کوي، يا هم څوک په دغه مظلوم ولس باندې د زور له لارې د حکم چلول زده  کوي،  نو په وړاندي يې سوله ايز غږ پورته کول خپل ديني او ملي مسئوليت ګڼو او غبرګون  به حتماٌ ښيو.
شک نشته چې افغانان نيمګړتياوې لري، د زده کړو کچه يې ښکته ده. د احساساتو  په مهال د عجولانه پريکړو کولو زيانونه ويني، په سياست کې مذهبي او کلتوري ارزښتونه کاروي او د ملي ګټو لپاره منل شوى  ميکانيزم نلري، خو زموږ مثبت اړخ داده چې هر حاکم  ته مو فرصت ورکړى او  د توقعاتو ګراف مو ښکته ساتلي ده. اوس خو باید واک تر لاسه کول د توپک د شپېلۍ په زور د نظامونو د نسکورولو او کورنۍ جګړو ته د تلو له لارې نه، بلکې د قانوني مراحلو منل شوي ميکانيزم، وړتیا او سپيڅلتيا په معيارونو په کارولو د واک ترلاسه کول ديني قانوني او اخلاقي مکلفیت ګڼل شوى واى، خو متاسفانه داسې څه لاهم نشته.

اوس غواړو چې د مقاومت په نوم د واک لپاره د جګړو  مشرانو ته ووايو چې؛
که هغه مهال مو د مقاومت غږونه پورته کړى واى چې واک، منظمه اردو، وسلې، توپونه، ټانکونه الوتکې، نظام او امکانات مو په لاس کې وو، نو بيا مو  خپلې ادعا ته د مشروعیت ورکولو په موخه څه نا څه استدلال کولاى شو، خو ستونځه دا وه چې د سولې لپاره اړين معنويت، اراده او تر ټولو مهم چې د قرباني روحيه مو نه درلوده.
که د مقاومت ډله اوس هم د سنجول شوي سياسي قدم په پورته کولو کې پاتې راځي او د توپک کارولو ته مخه وکړي، نو دا به يې يقيناً سياسي ځان وژنه او په ملت کې د لازياتو درزونو د ايجاد لامل شي. موږ بايد  د توپک له پورته کولو څخه د مخه د خپلو تيرو جګړو، ورانيو فساد او غصب په تړاو خپل ځانونه څو څو ځله د خپل وجدان په محکمه کې سپين کړو، د ځينو ډلو لخوا د اسلامي نظام او د نورو لخوا د ديموکراسي د پلئ کيدو  د دروغجنو دعوو په تړاو له خپلې تياره ماضي سره جګړه وکړو.  د تاريخ پاڼو ته په کتو ويلاى شو چې افغانانو د تل لپاره په کورنۍ جګړه کې دښمن مات کړى دى نظام يې نړولى دى خو له جګړې وروسته د رغولو او جوړولو په بهیر کې پاتي راغلي دي.
له اوسنيو چارواکو څخه مو هيله داده چې د زده کړو، کار او حجاب په تړاو  د بېوزله افغانانو د ځورولو لړئ ختمه کړي، د بنسټونو د له منځه وړلو، غير ضروري فرمانونو صادرولو او د پخوانیو مشرانو غلطي  محاسبې د ځان لپاره د ورته کړنو لپاره د مشروعیت لټولو  باندي د وخت تيرول پريږدي. اوسنى ترينګلى سياسي اقتصادي او امنیتي وضعیت ته مناسب  او په واقعيتونو ولاړ غبرګون وښئي. د چارواکو ځينې بيځايه امرونه او کړنې له ملت سره د هغوى واټن رامنځته کيدو لامل ګرزيدلې دي. دغه هيواد ته د ورپېښو ننګونو او د راتلونکو توپانونو مخنیوى او مديريت دومره اسانه نه دى چې په تشو خبرو هوايي ژمنو او متحدالمال مبهمو اصطلاحاتو په کارولو ترسره شي.
اوس ملي اجماع رامنځته کول د وخت غوښتنه ده، له سياسي مخالفينو سره  د ملي اجندا جوړول، د سترو بدلونو راوستلو له لارې  ملي ګټو ته تعریف موندل ملي اړتیا ګڼل کېږي. په مذاکراتو کې د واک په ويش باندې خبره کول ملي پخلاینه نه ده، خو له پاکو مسلکي او د هيواد ګټو ته  ژمنو اشخاصو په مرسته د واقعي پراخ بنسټه حکومت جوړول، له نړيوالو سره په ترسره شويو ژمنو باندې وفا کول، اقتصادي بيا رغونه، د بالقوه امنیتي تهديداتو د مخنیوي په لارو چارو باندي هوکړه او دغو موخو ته د رسيدو لپاره د قرباني ورکول د امارتي چارواکو په مخکې سترې ننګونې ګڼم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیران

وحید صاحب الله پاک دی خیرونه درته نصیب کری. دیر خایسته لیکنه ده خو اسلامی امارت کرنی دلته خارج کی هم د مسملمانونانو منز کی او هم د کافرانو منز کی موژ وشرمولو. دیری مشوری مو ورکری نه معاش ور خخه غواری نه کوم امتیاز خو دوی ته زما او ستا غوندی اشخاصو خبری اوتی بوتی معلومیګی. زه خپل مسلک کی دوکتورا لرم مشوری می ورکری زینی خبری منی خو تطبیق یی نشته. دوی بیله مولوی قاری حافظ مفتی چی له دوی سره یی عملی په جنګ کی برخه اخیستی بل سوک نه شریکوی. خوا می زکه ورته بده ده… نور لوستل »

وحيد

نړئ مننه جناب حیران صاحب محترمه
زموږ او ستاسو ديني او ملي دنده همدلته ختميږي چې خبره ورته د دوست په شان وکړو. نور عمل کول او نه کول د هغوى خپل مسئولیت دى.

عبدالله مجید وردک

دمعاصر او منل شوی مملکت جورونی سیستم نشتوالی خلک او تول نظامونه ننگولی!

مولوی نجیب الله زاهد

وحید صاحب په قلم دې برکت شه زمونږ ویاړ یاست الله دې وکړي چې واکمن حقایق ومني او د خپلو خلکو او ملت لپاره دریځونه غوره کړي تاسو ډېرو مهمو ټکو ته اشارې کړي دي چې اړتیا نشته تکرار یې کړم.

وحيد

سلامونه او مننه جناب مولوي صاحب محترمه
بس زموږ او تاسو مسئوليت همدلته را خلاصه کيږي چې پاکه خبره ورته وکړو. نور نو مسئوليت سياسي مشرتابه ته په غاړه کې ور اچوو

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx