
د افغانستان هوايي ډګرونو تنظیم چارې عربي اماراتو ته وسپارل شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ غبرګولی،۱۴۰۱ل): افغان حکومت د عربي اماراتو له یوه شرکت سره د افغانستان څلور نړیوال هوايي ډګرونو د تنظیم په اړه هوکړه د عربي اماراتو له یوه شرکت سره لاسلیک کړه.
دغه هوکړه د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د GAAC/G42 کمپنۍ تر منځ لاسلیک شوه.
د هوکړې له مخې به د ګاک کمپنۍ د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د پروازونو پر مهال ځمکني خدمات چمتو کوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه تړون د لاسلیک کېدو پر مهال وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره پوره هڅه کوي، چې له دغه تړون سره به ټولې نړیوالې هوايي کمپنۍ د امن په فضا کې بېرته افغانستان ته پروازونه پيل او د سوداګرۍ کچه به ورسره زیاته شي.
د یادونې وړ ده چې قطر، ترکیې او عربي اماراتو له یوې اوږدې مودې راهیسې له افغان حکومت سره د افغانستان د نړیوالو هوايي ډګرونو د تنظیم په موخه مذاکرات کول.
د څارونکو په وینا له افغان حکومت سره د کابل هوايي ډګر د چلولو په اړه مذاکرات ښيي چې سیمهییز قدرتونه په افغانستان کې دلچسپي لري او د همدې کبله د پروژو ترلاسه کولو لپاره رقابت کوي.
ښه خبر دی، ملا برادر هر وخت خپل کوشش کړی خو ځینی کړی د طالبانو منځ کی شته چی نغواړی دا وطن ترقی وکړی.
ولی دی منفی لایک را کړی دروغ می ویلی؟ ریښتیا ووایم. د اشغال په معنی پوهیږی؟ امریکا ولاړه عرب راغی، پاکستان نوری لاری او دروازی هم افغانستان راوباسی څنګه اوس قانع شوې سپګنه؟