افغانستان

پاسپورت ریاست: درې میلیونه نوي پاسپورتونه چاپ شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د پاسپورت ریاست وايي چې درې میلیونه پاسپورت کتابچې یې چاپ کړي دي او تمه ده چې تر راتلوونکو دوه اوونیو پورې به کابل ته را ورسیږي.

د پاسپورټ ریاست ویاند شفیع الله تسل په وینا دغه پاسپورتونه په لیتوانیا هیواد کې چاپ شوي دي او د پاسپورټونو د لېږد لپاره په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان له دفتر سره خبرې شوې دي.

ښاغلي تسل زیاته کړې چې افغان حکومت د پاسپورتونو پیسې ورکړي دي او دوی ته پاسپورتونو د چاپيدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د تسل په وینا د پاسپورتونو ‎د رالېږدولو لپاره يې  خبرې کړي دي او په راتلوونکو ورځو کې به هېواد ته راورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx