روغتیانړۍ

د «بیزو تڼاکې» ویروس څه شی دی، له کومه راغلی او څومره ګواښونکی دی؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): شاوخوا دوه کاله د کرونا ویروس سره له مقابلې وروسته نړۍ کې ورځنی ژوند عادي حالت ته راګرځېدونکی و چې اوس د «بیزو تڼاکي» په نوم نوي ویروس د خطر زنګ وهل پېل کړې دي.

که څه هم مونکي پوکس د کووید-۱۹ په څېر په چټکۍ نه خپریږي خو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د وخت سره سم د ګامونو نه پورته کول نړۍ د یوې بلې وبا سره مخ کولی شي.

مونکي پاکس یا د بیزو تڼاکې ویروس څه شی دی؟

دا یو داسې ویروس دی چې په اساسي توګه له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالیږي، د (Poxviridae) ویروس له خاندان څخه دی، چې په مجموعي توګه په کې ۸۸ ډوله ویروسونه شتون لري.

مونکي پوکس څرنګه ناروغي ده، نښې یې کومې دي او ژوند ته څومره خطر پېښوي؟

مونکي پوکس یوه معتدله ویروسي ناروغي ده چې لومړی په بیزوګانو کې پيژندل شوې او انسانانو کې په نادره توګه خپریږي. د خپرېدو لامل یې د ناروغ سره نږدې تماس دی چې نښې يې تبه او یو ډول ځانګړی خارښ ښودل شوی دی.

دا ناورغي پر بدن لومړی د تبې سره د خارښ په توګه پېل او په دانو بدل شي چې دوه ډولونه لري. لومړی یې د لویدیځې افریقا ډول یا کلیډ دی، او دوهم یې د منځنۍ افریقا ډول دی چې کانګو بیسن ورته ویل کیږي.

لومړی ډول یې د انسان ژوند ته خطر نه پېښوي چې ددې څخه یې د مړینې تناسب یو سلنه، او له دوهم ډول څخه لس سلنه د مړینې ګواښ اټکل شوی دی.

په دې کې د بیزو کردار څه دی؟

د مونکي پوکس نوم اوریدلو سره به هرو مرو ستاسې ذهن ته بیزو هم راځي چې ددې په خپرولو کې یې کردار شته دی.

په حقیقت کې، په ١٩٥٨ کال د ډنمارک هېواد یوه لابراتور کې په ساتل شوي دوه بیزوګانو کې دغه ناروغي وموندل شوه. البته دا منل شوې چې ددې ویروس سرچینه بیزو نه ده او نه هم له بیزوګانو څخه انسانانو ته انتقال شوی دی.

د راپورونو له مخې کارپوهان نه دي توانېدلي تر څو د مونکي پوکس ویروس اصلي سرچینه ومومي، خو ویل کیږي چې افریقایي موږکان ددې د خپریدو اصلي لامل دي.

نړۍ کې په انسانانو کې ددې ویروس لومړۍ پېښه په ۱۹۷۰م کال کې په افریقایي هېواد «ډیموکراتیک جمهوري کانګو» کې په یوه ماشوم کې راپور شوې وه.

که د بیزو تڼاکې ناروغي لرونکی ځناور انسان وخوري، ټپي یې کړي، په پنجه یې ووهي او یا هم انسان ددې فاضله موادو او لاړو سره کوم ډول نږدې اړیکه ولري، دغه ناروغي ور انتقالیږي او بیا له یوه انسان څخه بل ته په نږدې تماس یا جنسي اړیکو نېولو سره انتقالیدلی شي.

ددې ویروس د خپریدو کچه څومره ده؟

د امریکا نیوجرسي ایالت د زراعت محکمې پر ویبپاڼه د شته شمېرو له مخې له یوه انسان څخه بل ته د مونکي پوکس ویروس د خپرېدو کچه له ۳.۳ څخه د ۳۰ سلنې ترمنځ ده. خو په کانګو هېواد کې اوسمهال ددې د خپریدو کچه ۷۳ سلنه ښودل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وایي چې که څه هم تر دې دمه د ویروس خپرېدلو کچه ټيټه ده، خو دا لومړی وار دی چې نړۍ ته په دا ډول خپریږي.

که کوم کس د مونکي پوکس ښکار وي او لا په کې نښې نه وي څرګندې شوي هم بل ته د نږدې اړیکو له لارې انتقالولی شي، باید اغیزمن کس تر ۲۱ ورځو له نورو ګوښه وي.

دغه ناروغي په افریقایي هېوادونو کې له لسیزو راهیسې شتون لري خو زیاته ساري او چټکه خپریدونکېن نه ده، خو په لومړي ځل یې په اروپایي او ځینې اسیایي هېوادونو کې نښې نښانې لیدل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د بیزو تڼاکې ناروغي وژونکې نه ده خو یو ناروغ باید تر درې اونیو یا ۲۱ ورځو قرنطین وي، تر څو نورو ته ویروس انتقال نشي.

مونکي پوکس درملنه څرنګه کیدلی شي؟

یاد سازمان زیاتوي چې ددې ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړي واکسین هم چمتو شوې دي، خو لا په ډلییزه توګه دغه واکسینو ویشلو ته اړتیا نه لیدل کیږي. ددې درمل او واکسین په پراخه کچه بازار کې نه موندل کیږي، خو که د چیرې د ویروس خپرېدل دوام ومومي درمل به کم شي.

تر دې مهاله د مونکي پوکس ویروس د نړۍ له شلو زیاتو هېوادونو کې خپور شوی چې ډير یې اروپایي هېوادونه دي. د روغتیا سازمان د راپور پر اساس اوسمهال ۲۳۷ مثبتې او مشکوکې قضیې ثبت شوې دي.

د اسیایي هېوادونو په ترڅ کې عربي امارات لومړی هېواد دی چې ددې ویروس لومړۍ پېښه یې ثبت کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کوکب حمىد

سلامونه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx