ورزش

د راشد خان او ډیوید میلر په زړه پورې کارکردګي، ګجرات لوبډلې پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د ګجرات ټایټنز لوبډلې د هند غوره لیګ په خپل لومړي پړاو کې د راشد خان په زړه پورې توپ اچونې او د ډیوید میلر په چټکې توپ وهنې سره پایلوبې ته لار وموندله.

د کولکتې په ایډن ګارډن مشهور لوبغالي کې ګجرات لوبډلې په پلی آف لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې ته په وروستي اور کې د ډیوید میلر درې پرلپسې شپږیزو په مرسته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د پراسید کریشنا په وروستي اور کې د ډیوید میلر لپاره ۱۶ منډو ته اړتیا وه چې نوموړي پرلپسې درې شپږیزې ووهلې او په احمد اباد کې د پایلوبې لپاره یې خپل نوم ثبت کړ.

ډیوید میلر په ۳۸ توپونو ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې په کې ۳ څلوریزې او ۵ شپږیزې شاملې وې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بل لوري ته د نړۍ نوموتي افغان توپ اچونکي راشد خان یو ځل بیا په پلی آف کې په زړه پورې توپ اچونه وکړه چې په خپلو څلورو اورونو کې یوازې ۱۵ منډې ورکړې، او هیڅ څلوریزه یا شپږیزه پرې ونه وهل شوه. نوموړی په ویکټه اخیستلو بریالی نشو.

د راجستان او ګجرات ترمنځ په پلی آف لوبه کې راجستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیال لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه. ددوی له لوري جوس بټلر په زړه پورې ۸۹ منډې وکړې.

په ځواب کې ګجرات ښه پېل وکړ چې له دوه ویکټو تر سوځېدو وروسته ډیوید میلر او لوبډلمشر هاردیک پاندیا د ۱۰۶ منډو ملګرتیا وکړه او تر پایه ودریدل چې بریا یې خپله کړه.

راجستان لوبډله لا هم کولی شي پایلوبې ته لار ومومي. ددې لپاره دوی باید د ایلیمینټر ګټونکې لوبډلې ته ماتې ورکړي. د ایلیمنیټر لوبه نن چهارشنبه د لکنو او بنګلور ترمنځ ترسره کیږي.

راشد خان د نړۍ هغه لوبغاړی دی چې په پلی آف لوبو کې کامیاب ثابت شوی او تر ټولو کمې منډې پرې جوړې شوې دي. هغه تر دې دمه د ګجرات لوبډلې لپاره په ۱۵ لوبو کې ۱۸ ویکټې اخیستې او په توپ وهنه کې هم ښه ثابت شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx