نړۍ

امریکا کې د  امنیتي پېښو بې ساری زیاتوالی؛ یو ځوان ۲۱ کسان پر ډزو وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د امریکا په ټکساس ایالت کې د ابتدايي ښوونځي یو متعلم د یوه ښوونځي دننه ۱۹ ماشومان او ۲ استادان وژلي دي.

امریکايي رسنۍ وايي چې امنیتي ځواکونو له لوري بریدګر هم وژل شوی دی.

په امریکا کې د وسله والو له خوا د خلکو ډلییز وژنو پېښه نوې ده.

دغه هیواد کې وخت پر وخت وسله وال کسان پر ښوونځيو، غونډو او کلیساګانو برید کوي او لسګونه کسان وژني.

په ۲۰۲۲ز کال کې د امریکا په مختلفو ایالتونو کې ۱۹۸ داسې پېښې شوي چې وسله والو کسانو ډلییزې وژنې کړي وي.

د راپورونو له مخې په امریکا کې په ۲۰۲۲ز کال کې هره اونۍ په اوسط ډول ۱۰ دغسې بریدونه شوي دي چې په ډلییزه توګه په کې خلک وژل کیږي.

همدا راز په ۲۰۲۲ز کال کې یواځې ۲۷ دغسې بریدونه په ښوونځیو شوي دي چې له کبله یې ۱۴۰ کسان وژل شوي دي.

امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په امریکا کې په ۲۰۲۱ز کال  ۶۹۴، ۲۰۲۰ کال کې ۶۱۱ او په ۲۰۱۹ کال ۴۱۷ دغه ډول بریدونه شوي دي، چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.

معلومات ښيي چې په امریکا کې امنیتي وضعیت تر هغه ډير وخیم دی چې په رسنیو کې خلکو ته په نسبي ډول ښه ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx