افغانستان

له اړتیا پرته په زیاتو لګښتونو په دوهم، درېیم او څلورم واده باندې بندیز

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه څخه خپاره شوي «هدایات/فرمان» کې په زیاتو لګښتونو او له اړتیا پرته دوهم، درېیم او څلورم واده کولو څخه د اسلامي امارت مسوولین منع شوي دي.

د دغه هدایات/فرمان یوه کاپي چې نن ټکی اسیا ترلاسه کړې ده، په کې راغلي چې دوهم، درېیم او څلورم واده که څه هم مباح دي خو په افغانستان کې زیاتو لګښتونو ته اړتیا لري او په اکثریت حالاتو کې غیرضروري هم ګڼل کیږي ځکه نو د اسلامي امارت مسوولین دې له بې ضرورته دوهم، درېیم، څلورم واده کولو څخه ډډه وکړي.

له دغه فرمان څخه هغه کسان مستثنی ګرځول شوي چې یا بیخي اولاد ونه لري او یا هم نارینه اولاد یې نه وي. همدا راز د ورور یا بلې کومې کونډې ښځې سره د هغې د خوښې او توافق په صورت کې نکاح کوي او یا هم هغه کورنۍ چې مالي وضعیت یې سم وي، عام خلک یې واده شخصي ګڼي او د مشرتابه اجازه یې اخیستي وي.

د مشرتابه فرمان کې راغلي دي چې دوهم، درېیم او څلورم واده د اسلامي امارت مسوولینو په امانتدارۍ، اعتماد او نیک شهرت باندې هم ناوړه اغېزه لرلای شي او د رشوت، اختلاس او له بیت المال سره د خیانت له تور او تهمت څخه هم خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبره ده کور آباد.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx