ورزش

د زمبابوې پر وړاندې سیالیو لپاره افغان لوبډله روانه شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه یاد هېواد ته روانه شوه.

ټاکل شوې ده افغان لوبډله د راتلونکي جون میاشتې له ۴مې نیټې څخه تر ۱۴مې نیټې دوام وکړي، چې لومړی درې یو ورځنۍ او بیا درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان لوبډله به د زمبابوې په پلازمینه هراري کې د یوې اونۍ لپاره تمرینات ترسره کړي.

کرکټ بورډ تېره ورځ د یادو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړل چې ځینو نوي لوبغاړو ته یې فرصت ورکړی خو ځینې نور یې لرې کړې دي.

ګلبدین نائب چې په تېره نږدې کې یې کارکردګي د پام وړ نه وه، د دواړو نوملړونو څخه لرې شوی دی، په داسې حال کې چې شرف الدین اشرف په شل اوریزو کې اخیستل شوی دی.

د یادو لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:

پنځوس اوریزو نوملړ:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، نجیب الله ځدران، شاهد الله کمال، اکرام عليخېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی ټاکل شوې دي.

د یادو لوبغاړو ترڅنګ سوکه توپ اچونکی نور احمد لکڼوال او چټک توپ اچونکی نجات مسعود په احتیاطي لوبغاړو کې نېول شوې دي.

شل اوریزو نوملړ:

احسان الله جنت او نجات مسعود شام ترڅنګ محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، نجیب الله ځدران، درويش رسولي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي دي.

د دې ترڅنګ ظاهر خان او سید احمد شیرزاد د شل اوریزو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx