
عمر ګل د افغان لوبډلې د توپ اچونې دايمي روزونکی وټاکل شو
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی عمر ګل د افغان لوبډلې د توپ اچونې برخې دايمي روزونکی وټاکل شو.
کرکټ بورډ په يوه خبر کې ويلي چې عمرګل به ملي لوبډلې سره د زمبابوې په سفر کې يوځای شي او خپله دنده پېل کړي.
عمرګل د افغان لوبډلې سره تېره مياشت په عربي اماراتو کې د چمتو والي په موخه د تمريناتو پرمهال د توپ اچونې د مشاور روزونکي دنده ترسره کړه.
کرکټ بورډ وايي عمرګل د افغان لوبډلې لپاره اغيزناک ثابت شوی، چې په همدې تړاو يې هغه سره دايمي تړون لاسليک کړ.
په ابوطبي کې افغان لوبډلې سره د تمريناتو پرمهال د پاکستان نامتو توپ وهونکي يونس خان هم د توپ وهنې مشاور روزونکي په حيث دنده ترسره کړه، خو هغه سره دايمي تړون نه دی شوی.
د يادونې ده چې افغان لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د جون په څلورمه د درې يو ورځنيو او درې شل اوريزو سيريز پېلوي، چې په دې موخه نن چهارشنبه لوبډله ددغه هېواد په لور خوځېدلې ده.