افغانستان

هند کشمیری ازادۍ غوښتونکی په ټول عمر بند محکوم کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د هند یوې ځانګړې محکمې د هند ازدۍ غوښتونکو یو رهبر ياسین ملک په ټول عمر بند محکوم کړی دی.

د هند ملي څيړنیزې ادارې (NIA) له محکمې څخه د اعدام مجازات غوښتنه او مدافع وکیل بیا عمرقید استدعا کړې وه.

د راپورونو له مخې محکمې یاسین ملک د ترهګرۍ د تمویل په تور دوه ځل په ټول عمر بند، پنځه ځل ۱۰ کاله له مشقت سره بند او ۱۰ لکه روپۍ نقدي جریمه محکوم کړ.

یاسین ملک د محاکمې پر مهال قاضي ته وویل چې دی د مجازاتو د کمېدو په اړه هيڅ ډول سوال نه کوي او قاضي چې څه ډول زړه وي هغسې دې مجازات کړي.

هغه زیاته کړه چې دی له قاضي څو پوښتنې لري؛ لومړی دا چې که دی چېرې ترهګر وي، ولې د هند اوه لومړي وزیران له ده سره ملاقات کړی، ولې ورته تېر حکومتونو پاسپورت ورکړی؟ ولې ورته اجازه ورکول کېدله چې په بيلابيلو پوهنتونونو کې لیکچر ورکړي.

د یادونې وړ ده چې یاسین ملک په ۱۹۶۳ز کال کې زیږیدلی او د کشمیر د ازادۍ غورځنګ مشر دی. هغه د کشمیر د ازادۍ لپاره لومړی وسله‌واله او وروسته سولییزه مبارزه کوله.

یاسین ملک تر دې وړاندې هم څو څو ځل د هند حکومت له خوا بندي شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Farhad

سلام علیکم!
فعالیت موکمزوری،مهارت موکم اومعلومات موډیر محدود دی. هفته که یو خبریانوی څه وړاندی کړی. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx