
افغانستان
کابل: تېرې شپې چاودنې ۶ لمونځ کوونکي شهیدان کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې د تېرې شپې په جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان شهیدان کړي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د ترافیکو څلور لارې سره نیږدې د زکریا په نوم په یو مسجد کې وشوه.
هغه زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې ۱۸ تنه هیوادوال زخمیان او ۶ نور شهیدان شوي دي.
امنیه قومندان ویاند وویل چې دوی یاده وحشیانه پېښه په کلکو ټکو غندي، او امنیتي ځواکونه هڅه کوي ترڅو د یاد وحشیانه عمل مسؤلین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.