افغانستان

د علماو یوه کمېټه د امیرالمومنین د ځانګړو مشاورینو په توګه وټاکل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غبرګولی،۱۴۰۱ل): امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده د علماو یوه کمېټه د مشاورینو په توګه ټاکلې ده.

د راپورونو له مخې دغه کمېټه څلور غړي پرون د پنجشنبې په ورځ د امیرالمؤمنین له خوا د کندهار د ولسوالانو او امنیه قومندانانو په غونډه کې خلکو ته ور وپيژندل شوه.

په نویو ټاکل شویو مشاورینو کې شیخ‌الحدیث مولوي محمدعمرجان اخندزاده، مولوي محمد عیسی، مولوي شمس الله کمال زاده او د قطر د سیاسي دفتر پخوانی غړی مولوي جان محمد مدني شامل دي.

د مشاورینو د کمېټې د پيژندنې په مراسمو کې امیرالمؤمنین وویل چې د علماو خبرې او مشورې باید ټول عملي کړي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت منسوبین دې د علماو سره په اړیکه کې اوسي او تل دې ورسره ناستې وکړي او هغوی په مشورو دې عمل وکړي.

دا لومړی ځل دی چې په رسمي ډول د امیرالمؤمنین د ځانګړو مشاورینو د ټاکل کېدو خبر رسنیز کیږي.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امیرالمؤمنین مجاهدینو ته ځیني توصیې هم کړي چې په لاندي ډول دي:

۱ـ د علماء کرامو د خبرو یاداښت او لحاظ کوئ اوهغه په عملي کولو سره کیږي چي عمل ورباندي نه وي بیرته هیریږي. او د الله ج څخه یې عملي کولو لپاره د توفیق غوښتني دعا وکړه.

۲ـ سپارښتنه درته کوم، چي زما خبري داسي یاداښت کوئ او عمل په کوئ لکه د شریعت یو حکم.

۳ـ د افغانستان اسلامي امارت پرمختګ په اطاعت او پیروي کي دی، نو خپلو د امیرانو اطاعت کوئ، که مو اطاعت ونه کړ کامیابي مو په ناکامي بدلیږي.

۴ـ زما به داسي اطاعت کوئ لکه د شریعت د یوه حکم او د افغانستان اسلامي امارت دا یو علاحده صفت دی، چي اطاعت پکښي سته.

۵ـ د افغانستان اسلامي امارت ټول فرمانونه پر خپل ځان عملي کوئ او د ولسوالیو ټولو مسئولینو او هر فرد ته یې رسوئ.

۶ـ نیمګړتیاوي مو اصلاح کړئ، خطاوي مه کوئ، ځکه که یې اصلاح نه کړئ، نظام او ولس ته تاوان اوړي.

۷ـ لکه څنګه چي مخکني خلګ الله ج واخیستل، که موږ هغسي کردار وکړو، نو موږ به هم الله ج واخلي.

۸ـ د علماوو سره تل په اړیکه کي اوسي، د مدرسو د مسئولینو او اُستادانو سره تل همکاري کوئ او تل ورسره ناستي کوئ.

۹ـ د خپلو امیرانو عیبونه د خلګو په مخ کي مه وایاست او مه هم په خپلو منځونو کي شکایتونه سره کوي.

۱۰ـ شخصي نیتونه وغورځوئ، تل عدالت کوئ او هم د عادي خلګو په څېر ژوند وکړئ.

۱۱ـ د بیت‌المال د ټولو اسبابو او وسایلو هم زه او تاسي وکیلان یاست، د مصلحت په ځای کي یې باید مصرف کړو او داسي ساتنه یې باید وکړو، لکه د خپل شخصي مال.

۱۱ـ ټوله یو د بله په کارونو کي همکاري کوئ او په خپلو منځونو کي اختلافات مه کوئ.

۱۲ـ یو له بله په کارونو کي مداخله مه کوئ؛ دا تکبر دی.

۱۳ـ د قاضیانو قدر او احترام کوئ، بیا به خلګ د هغوی د پرېکړو احترام وکړي.

۱۴ـ زاړه مجاهدین مه شاته کوئ، د مجاهدینو د قربانیو قدر او عزت وکړئ؛ شل کال یې مبارزه وکړه.

۱۵ـ د یتیمو ماشومانو لپاره چي پلرونه یې شهیدان سوي د تعلیم زمینه برابره کړئ، که مو دا کار وکړ نظام به لا ټینګ سي.

۱۶ـ د بې‌ځایه تصویرونو او ویډیوګانو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ او مه خلګ ورته ترغیبوئ.

۱۷ـ په خوراک او نورو چارو کي اسراف مه کوئ او د بل چا څخه تحفې هم مه اخلئ.

۱۸ـ د خپل صف تصفیې ته پاملرنه تل کوئ او بدو خلګو ته په خپلو صفونو کښي ځای مه ورکوئ، ځکه بد اشخاص د مشرانو نوم بدوي.

۱۹ـ خپل لمونځونه په جماعت سره کوئ او په خپلو اُطاقونو کي سبقان «دیني درسونه» شروع کړئ.

۲۰ـ د مجاهدینو د پوهي سطحه لوړه کړئ، سمینارونه ورته جوړ کړئ، په اداري اصطلاحاتو یې بلد کړئ.

۲۱ـ کومو ولسوالیو کي چي مدرسې نه وي، ژر تر ژره یې جوړي کړئ.

۲۲ـ د غټو ټلیفونونو استعمال کم کړئ، انټرنیټ ته زیات وخت مه ورکوئ؛ قیمتي وخت به در ضایع کړي او هم به مو د لازمو دیني معلوماتو څخه بې برخي کړي.

۲۳ـ د خپلو سرونو ورېښتان د شریعت موافق جوړ کړئ، د زیاتو اوږدو څڼو څخه ډډه وکړئ.

۲۴ـ تاسي ماته دُعاګاني کوئ زه به تاسو ته دُعاګاني کوم او پر مسلمانانو دا لازمه ده، چي د خپل امر لپاره به د صلاح دُعا کوي، امام ابوحنیفه رح د مذهب معتمد کتاب درالمختار کي لیکلي دي:«ویجب ان یدعی له بالصلاح»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زاړه مجاهدین مو ټول ډی ته کړی. د کار او اقتصاد په رابط خو مشر شیخ سره هیچ غم نشته نس یی موړ دی څه یی کوی مفته ډوډی د کشلاک په جومات ورته رسیږی څه پروایی لری. دا چی خلک وژی دی، کار نشته، هر څه تباه شوی د مشر شیخ یی په څه. امیر المومنین علی کرم الله وجهه به پر خلکو ګرځیده، د هر کلی کور پوښتنه به یی کوله، هر خبره به یی له خلکو سره شریکه کوله، ځان به یی ملامت کاوو کچیری یوه کس به د لوژی نه شکایت وکړ خو زمونږه شیخ کال… نور لوستل »

محمد

دا ښه او معمول کار دی چې مشران سلاکاران ولري. نوي سلاکاران دې هرڅومره ژر چې کېږي، د نجونو د منځنیو ښوونځیو د پرانستلو، د ښځو لپاره د مناسب کار او د حجاب په هکله د معقولو پرېکړو د کولو سلا ورکړي. مننه

غ. حضرت

د انگریز حرامی او پنجابي حرامي گوستأخی او د مسلمان او انسان او افغان شعور ته سپکاوی تر حد د تېرېدو په حال کي دئ.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx