
امر بالمعروف وزارت وایی ورزش د خلکو تر منځ د میني او همکارۍ وسیله بولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې اسلام ورزش د خلکو تر منځ د دوه اړخیزې مینې او همکارۍ د زیاتوالي وسیله بولي.
په ټویټ کې زیاته شوې چې یاد وزارت د همدې موخې لپاره د ځوانانو حمایت کړی او د بایسکل ځغلونې سیالیو ملاتړ یې کړی دی.
بلخوا په هغو انځورونو کې چې ددغه سیالیو څخه نشر شوي، یو شمیر ځوانان د خپلو بایسکلانو سره په خپلو ورزشي کالیو کې ښکاري او پر یوه بینر لیکل شوي چې د امر بالمعروف وزارت د مالي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي چې د ملي نوین په نامه بایسکل ځغلولو فدراسیون څخه یې ملاتړ کړی دی.
دا چې اسلام ورزش د خلکو تر منځ د دوه اړخیزې مینې او همکارې د زیاتوالي وسيله بولي،
د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د همدې لپاره د خپلو ځوانانو حمایت کوي او د بايسکل ځغلونې سیالیو ملاتړ یې کړی. pic.twitter.com/nbmfI3RY9h— د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت (@MOPVPE1) May 26, 2022
فکر کوم دا لومړی ځل دی چی امر بالمعروف د خلکو د خوشحالی خبره کوی خو دا خبره یی هم یو جانبه ده دوی ورزش صرف د سړیو لپاره غواړی نه د ښځو لپاره حالا دا چی په اسلام کی ښځی هم باید تندرسته، صحتمنده او چالاکه ووسی تر څو صحمند او سالم اولاد جامعی ته تقدیم کړی. په جنګ جمل کی بی بی عایشه (رض) د وښ په سپرلی چی نر وښ وه جهاد کاوو. په وښ سپریدل نن سبا د ډیرو سړیو له سویی اوچت کار دی. زه پدی عقدیه یم چی د مسلمان سړی لور باید ورزشکاره… نور لوستل »