نظــر

فاعتبروا …… ( پر ځان نیوکه )

حفيظ الدين پيرزاده

وایي: مرحوم حمزہ بابا په یوہ ادبي ناسته کې داسې کوم شعر ووایه چې ډیرې ادبي نیمگړ‎تیاوې یې لرلې.
خو، ھیچا پرې د نقد جرئت و نه کړ‎.
بابا پخپله ھغه شعر نقد کړ‎، نیوکې یې پرې پیل کړ‎ې.
ورو ورو نورو ادیبانو ھم زړ‎ہ وکړ‎ او شعر یې تر کرہ کتنې لاندې ونیوہ!
په پای کې مرحوم حمزہ صیب د مجلس گډونوالو ادیبانو ته وویل، دا شعر ھغه پخپله ھمداسې گډوډ لیکلی و تر څو ملگري پر ادبي نقد روږ‎دي کړ‎ي!
ځکه خو که حمزہ بابا د پښتو د معاصر شعر د ادبي نقادانو سالار و بولو، نو بې ځایه به نه وي!

له روسانو سرہ د جھاد پر مھال، پر مجاھدینو او په ځانگړ‎ي توگه پر اخواني لیډرانو نیوکه ممکنه نه وہ! گلبدین ته چا یواځې حکمتیار ھم نه شو ویلی؛ باید انجنیر صیب حکمتیار یې بللی وای!
ھغوی لکه د شیعه گانو امامان معصوم گڼل کیدل.
جھادي ادب مختنَق شوی و، له خولې یې د تنقید اواز نه راوته!
ھغه مھال مرحوم خالص بابا د بډې شعر ولیکه.
د ھغه د شعر یو څو بیتونه داسې ول:

آخرہ زمانه شوہ، غله اوښان وھي په بډہ
د دې وخت منافق، مسلمانان وھي په بډہ
دنیا ھغه بوډۍ دہ چې سینگار لري د ناوې
واړ‎ہ، زاړ‎ہ، ځوانان واړ‎ہ یو شان وھي په بډہ
ځان ساته نبي خیله چې تا ھم په بډہ نکړ‎ي
رھبر چې شي بې لارې رھبران وھي په بډہ

ښایي زہ به لومړ‎ی کس وم چې د بابا د شعر پر پیرو مې یو گډوډ شعر ولیکه. بیا وروسته ډیرو تکړ‎ہ شاعرانو پرې ھم طبع ازمایي وکړ‎ہ.
ورپسې بابا د پوچ کارتوس په نوم یو بل له نقدہ مالامال شعر ولیکه.
ما دې خدای له شیطانته وساتي خو زما گران دوست او مشھور لیکوال شھرت ننگیال صیب چرته ویلي و د پوچ کارتوس اصطلاح خالص بابا د ناټو پخواني مفتي ښاغلي سیاف ته کارولې وہ.
مرحوم خالص بابا پر ځان او نورو جھادي رھبرانو د سالم انتقاد له لیارې د زیندۍ شوي جھادي ادب له غاړ‎ې د اختناق پړ‎ی ایسته کړ‎!
د بابا ھمدې نوښت، ھغه په جھادي ادب کې د تعمیري نیوکې او ادبي کرہ کتنې د کاروان سرغنه کړ‎!

څو ورځې وړ‎اندې قدرمن شیر محمد عباس ستانکزي د شھید امیر المؤمنین مرحوم منصور په تلین کې ھیښندہ خبرې وکړ‎ې.
په ټوله کې، د ھغه وینا په دوہ برخو ویشلای شو؛ لومړ‎ی یې ولس ته ډاډ و او دا چې امارت به تل د خپلو خلکو په خوا کې قرار لري.
او د ھغه د خبرو دویمه برخه پر ځان او د امارت په نورو چارواکو اصلاحي نیوکې وې.
دې کې شک نشته چې د امارت د بریالۍ بھرنۍ تگلارې او په ټوله کې د سیاسي لیدلوري تر شا د امارت د دوہ تکړ‎ہ او ځیرکو مشرانو؛ سید محمد طیب آغا او ستانکزي ونډہ تر بل ھر چا زیاته دہ.
ښاغلي طیب د مرحوم ملا صیب په مستقیم حکم د ډیرو سرښندنو او قربانیو په ورکولو او د بې شمیرہ کړ‎اونو او ستونزو پر گاللو وکولای شو چې امارت ته د راتلونکیو سیاسي ډیالوگونو او مباحثو لپارہ مستقل ادرس پیدا کړ‎ي.
ھمداراز ستانکزي او د سیاسي کمیسون ملگرو یې په ډیر صبر، استقامت او زغم وکولای شو د امریکایي مجرب ټیم سرہ د ھماغه ادرس له لارې د دوحې بریالي مذاکرات داسې پر مخ یوسي چې مخالف ټیم و نه شو کولای امارت له خپل دریځ څخه یوہ لویشت ھم په شا کړ‎ي!

د شھید امیر المؤمنین په یادغونډہ کې د ستانکزي صیب وینا ماته د امارتي مشرانو لخوا خپل ولس سرہ د ھمدردۍ دلسوزۍ او پاک نیتۍ غمازي ښکاري، ځکه په داسې یوہ مھمه جلسه کې چې ډیری مشرانو پکې حضور درلود د ااا د رھبرۍ شورا د غړ‎ي، تکړ‎ہ سیاستوال او د لومړ‎ۍ پایې د مشر تَللې او وزن شوې خبرې د ھغه په شخصي نظر نه شي تعبیریدای!
ماته ھمدا د امارت نا لیکلی دریځ ښکاري!

په ھر حال، د ستانکزي صیب خبرې که د امارت نا لیکلی دریځ وبولو او که د ھغه شخصي نظر، یوہ خبرہ به د ھغه فکري مخالفین ھم راسرہ مني چې ھغه د لوړ‎ پوړ‎و دولتي چارواکیو په منځ کې د اصلاحي او تعمیري نیوکو له لارې د بیان د ازادۍ سرلاری شو!
ماته یې مرحوم حمزہ بابا او ارواښاد خالص بابا را په زړ‎ہ کړ‎ل!
د ھغوی دواړ‎و ځای دې جنت وي او ستانکزي صیب دې لوی رب اوږ‎د او مثمِر ژوند ور په برخه کړ‎ي!

حفیظ الدین پیرزادہ
مئ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

ماشاالله. پر قلم مو برکت.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx