ټولنیزه برخه

وظيفوي غفلت… ستر جرم او عظيم خيانت

صبغة الله وصيل

دندې ته ناوخته تګ، د رسمي وخت له پوره کيدو وړاندې تګ، په دفتر کې په شخصي چارو ځان مصروفول، غير حاضري، لنډه دا چې د ورسپارل شوي امانت په ادا کولو کې هر ډول ناغيړي کول وظيفوي غفلت ګڼل کيږي.

وظيفوي غفلت د اسلام له نظره کبيره ګناه او ستر جرم دی، ځکه دا په هغه تطفيف (حق تلفي) کې داخل دی چې له امله يې د شعيب عليه السلام قوم هلاک شو.

غلا يوازې دا نه ده چې يو څوک د ولس نغدې شتمنۍ په بډه ووهي د غلا بدترين ډول وظيفوي غفلت دی، که فکر وکړو چې خوږ نبي صلی الله عليه وسلم په سمه توګه لمونځ نه ادا کوونکی بدترين غل ګڼلی، دا خبره به بيخي واضحه شي.
په معاصرو قوانينو کې هم وظيفوي غفلت ستر جرم او د روڼتيا او د اداري کاري اخلاقو خلاف عمل ګڼل کيږي او په ډيرو هيوادونو کې غرامت او جزا ورته ټاکل شوې.

بناء په لنډه ويلای شو چې وظيفوي غفلت کبيره ګناه، ستر جرم، عظيم خيانت، له ولس سره ظلم، اداري فساد او د شهيدانو له ارمانونو سره ستره جفاء ده، دا خيانت به لا پسې زيات وي چې د افغان ولس په څير د يوه کړيدلي، ځوريدلي، بې چاره او مظلوم ولس په حق کې ترسره کيږي.
شايد ځينې خلک په خپلو اداراتو کې د کار د کموالي يا نه شتون بهانه وکړي خو حقيقت دا دی چې زموږ تاسې وطن جګړو ځپلی او بلها ستونزې لري او يو څوک که په صداقت سره کار وکړي په خپله اړونده اداره کې به زيات کار ځانته پيدا کړي.

شخصا په دې عقيده يم چې دغه غفلت که د ديني امورو (تدريس او داسې نورو) په پلمه هم ترسره کيږي حرام او کبيره ګناه ده.
که ځينې خلک د علم او جهاد په وجه هر څومره ستر امتياز اخلي وادېيخلي هيڅ پرواه نلري، خو داسې مسووليت بايد هيڅکله په غاړه وانخلي چې سبا يې له عهدې نشي وتلای او د ولس حقوق ورڅخه ضائع کيږي.

په پای کې د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه هغه قاطع مکتوب ستاسې مخې ته ږدم چې د وظيفوي غفلت کوونکو په اړه واليانو ته صادر کړی و.

( وقال عمرو بن قرة جاءنا کتاب عمر: إن ناسا يأخذون من هذا المال ليجاهدوا ثم لا يجاهدون فمن فعله فنحن أحق بماله حتى نأخذ منه ما أخذ) صحيح البخاري مع فتح الباري.
ژباړه: عمرو بن قرة وايي: موږ ته د عمر رضي الله عنه مکتوب راغی چې پکې ليکلي و: ځينې خلک له دغه مال (بيت المال) څخه په دې پلمه برخه اخلي چې د الله تعالی په لاره کې جهاد پرې کوي، خو بيا جهاد کې برخه نه اخلي، چا چې دا ډول کار وکړ، نو موږ يې د مال زيات حقداران يو ترڅو هغه څه بيرته ترې واخلو چې اخيستی يې ده.

د اسلامي نظام د استحکام په هيله

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx