ټولنیزه برخه

مونږ ولې په کړاوونو کې یو؟

ميا نور اغا

سره له دې مونږ مسلمانان یو, د الله د وحدانیت حقه او سپیڅلې عقیده لرو, د رحمة للعالمین صلی الله علیه وسلم راوړی جامع کامل نظام لرو, د خلافاؤ کامیاب عملي دور لرو, د اهلسنت مستقیمه نظریه لرو, له مذاهبو اربعه و راپاتې جامع محرر مدون عملي شده فقهي اصول او قوانین لرو.
بیا هم بدحاله سرګردانه یو, له یوې کندې خیژو په بلې کې ولیږو, له یوه ناورین خلاص نه یو په بل اخته یو.

د پوهنتون, مدرسې, جامعې فارغان یو په بل پسې راغلل خو ونه توانیدل چې رعیت له کړکیچ څخه وباسي, اخر ولې؟
راځئ محاسبه او قضاوت وکړو د مشکلاتو علت را برسیره کړو, له تاریخ څخه زدکړه وکړو, خپل حالت په خپله بدل کړو.

لکه پورته چې مو ذکر کړل مونږ جامع عملي شوی نظام, د وسطیت لاره او راهنمایي لرو, معلومه شوه چې زمونږ تراث هیڅ مشکل نه لري.
همدا رنګه مونږ په خپل عصر کې د ایثار او قرباني لوی خادمان او کارکن وګړي لرو, مونږ د کارکن او اهل وګړو له قحط سره نه یو مخ.
البته مونږ د افراط او تفریط ښکار یو:

زمونږ د عصري څانګې هغه ماهرین چې د نظام واګې یې په لاس کې اخیستي:
1- له خپل تراث نه په لرې واټن کې دي.

2- د خپلې جامعې رشد او ترقي یوازې د غربي مادي فلسفې او ضعي نظام کې کتلې او ګوري, یا یې په دهري او اشتراکې نظام کې کتلې او ګوري چې دواړه د معاشرې جوړښت عقائدو افکارو او نظریاتو رسره په ټکر کې دي.

3- له هر قسمه تحملي نیرنګونو وروسته بیا هم ناکام او خسر الدنیا والآخرة شي.

4- اکثر د پردیو په اږو سواره راغلي.

5- د ټولنې له نبذ او معیارونو سره په بې پروایي چلن کوي.

له دې امله چې هر څومره په غور او پیش سره راغلي بیا هم ناکام شوي.

د دیني څانګې علماؤ په اخلاص او قربانۍ کې شک نشته, دوی هر باطل ته سینې سپر کړي, خو چې قدرت ته رسیدلي:
1- د حال دیني او علمي جائزه یې نه ده اخیستې.
2- د رخصت او عزیمت فرق یې نه دی کړی.
3- خپل حالت یې د اختیار او اضطرار په تله نه دی تللی.
4- د خپل اضطرار اندازه یې نه ده لږولې.
5- د اهون البلیتین له معیار څخه یې سالمه استفاده نه ده کړې.
6- د یسر او اساني فلسفه یې نه ده خپله کړې.
7- اولیات او اولویات یې نه دي سنجولي.
8- د احکامو د عللو تغیر یې نه دی معلوم کړی.
9- دا هرڅه اجتهادي او قوي فکري قوه غواړي چې معطله ګرځول شوې.
په نفاذ کې یوازې د کتاب له مطالعې کار اخیستل شوی, عزیمت او اختیار په نظر کې نیول شوی, مریض ته بغیر له تدریجه ټوله دوا په یو دم ورکړل شوې چې ترنګلتیا یې نوره هم زیاته کړې یو افراطي حالت ته رسیدلي.

هرکله مو که په پورتنیو موادو غور او عمل شروع کړ ان شاء الله العزیز چې ډیر زر به د ښه حالت شاهدان شو, د یوې کامیابې معاشرې په جوړیدو به وتوانیږو, د دنیا د فیصلو مرکزیت به حاصل کړو, د دعوت او جهاد ټولې لارې به مو اختیاري شي, امت اجابت به متحد کړو.
و ماذالک علی الله بعزیز.

میا نورغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx