نړۍ

د جنوبي سوډان په نښو کي ۸۲ کسه وژل شوي دي

south_sudan_armyنن ټکی آسیا: پرون د جنوبي سوډان چارواکو اعلان وکړ چي د قبایلي ملیشو او حکومت تر منځ په تازه نښتو کي ۸۲ کسه ووژل شوه.

د جنوبي سوډان د فوځ ویاند ویلي چي یو قبایلي ملیشي د واراب په سیمه کي پر یوه کلي برید وکړ، چي شاوخوا په جګړه کي ۸۲ کسه ووژل شوه، او ۳۴ نور ټپيان شوه.

د نومړي په وینا تر اوسه هم جګړه روانه ده، او دوی توانیدلي دي، چي ددغو ملیشو څخه ۴۸ مړه کړی.

جنوبي سوډان چي د سوډان څخه د څو لسیزو جګړو او سیاسي کوشش په مټ ځانته هیواد جوړ کړی، دا وخت د قبایلي ملیشو او مخالفینو سره مخ دي، چی وخت نا وخته پراخ بریدونه تر سره کوي.

له کومه وخته چي سوډان په دوه تقسیم شوی دی، په جنوبي سوډان کي د قبایلي ملیشو او حکومت تر منځ په جګړو کي د ملګرو ملتونو د شمیرو پر اساس تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د جنوبي سوډان حکومت پر سوډان باندي دا تور لګوي چي نه غواړي ددوی حکومت دي پر خپلو پښو ودریږی، او قبایلي ملیشي او نوري وسله والي ډلي یي ورته جوړي کړي، تر څو د جنوبي سوډان د تیلو پر زیرمو قبضه وکړي، مګر د ملیشو مشرانو او هم سوډان دغه ټولي ادعاوي رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x