ادبي لیکنيافغانستان

میدان وردګو کې د مڼې ګل شلمه کلنۍ مشاعره په نوښتیزه بڼه ونمانځل شوه

د پنجشنبې په ورځ په میدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې د شعر او شاعرۍ په سلګونو مینه والو په کې ګډون کړی و.

یاده مشاعره چې د دغه ولایت د جلرېز ولسوالۍ په سنګلاخ سیاحتي سیمه کې جوړه وه، چې د هېواد له ګوټ ګوټه په سلګونو نوموتو شاعرانو، فرهنګیانو، چارواکو او د ادب مینه والو پکې برخه اخیستې وه، دوی د طبعیت د ښکلا تر څنګ د روانو حالاتو په اړه ګډونوالو ته شعرونه واورول.

په یاده مشاعره کې د ولایت والي حافظ محمد امین جان عمري ترڅنګ د اداره امور مرستیال شیخ نورالحق انور، د تحصیلات عالي معین لطف الله خیر خواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي معین مولوی عتیق الله عزیزي، د ا.ا ویاند مرستیال بلال کریمي، د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس مولوی احمدالله وثیق او مولوی احمد الله متقي په مشرۍ د ارګ د دفتر څخه راغلي پلاوي ګډون درلود.

د مشاعرې په شعرونو کې سیاسي موضوعاتو او روانو حالاتو ته هم د شعر او هنر په ژبه اشارې وشوې؛ د ځينو شاعرانو لخوا په شعرونو کې د اشغال د خاتمې او اسلامي نظام د راتلو تود هرکلی وشو، خو محور يې بیا هم مینه او ورور ولي وه.

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صفی الله رائد مشاعرې ته په خپله پرانېستونکي وینا کې وويل، چې د مڼې ګل مشاعره په دغه ولايت کې د فرهنګیانو ترمنځ د نږدې کېدو او تجربو شريکولو غوره فرصت دی.

ښاغلي رائد زیاته کړه، مڼې ګل هم د نورو ولایتونو په څېر له کلنيو مشاعرو څخه ده، چې ددغه ولایت د شاعرانو او فرهنګیانو په روزنه کې يې ښه رول لوبولی او نویو شاعرانو ته يې د خپل استعداد څرګندولو زمینه برابره کړېده؛ دغه راز نوموړي د ملي راډیو تلویزیون له تخنیکي همکارۍ مننه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل، سږنۍ د منې ګل مشاعره د نورو کلونو په پرتله نوښتیزه، د ښه کمیت او کیفیت درلودونکې وه.

د ملي راډیو تلوېزیون عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کارکوونکو او خپل ټېم دغه بریالۍ هڅه وستایله، تر څنګ یې په هغو هېوادوالو له نظامه د ملاتړ او بېرته راتګ غږ وکړ، چې له وطنه جلا شوي؛ په خبره یې، له وطنه د جلا کېدو تجربه موږ آزمویلې، دردوونکې وي.

استاد عبدالهادي مجاهد مشاعره ښه و ارزوله، له شاعرانو یې وغوښتل، چې د ټولنیزو ناخوالو له منځه وړلو، کلتوري ودې او بډاينې لپاره دې په ګډه کار وکړي.

د مشاعرې په وروستۍ برخه کې د مسوولینو له لورې شاعرانو او فرهنګیانو ته نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

دا چې مشاعره د ملي راډیو تلوېزیون په تخنیکي همکارۍ جوړه وه؛ ژر ده، چې هېوادوال به یې د تلویزیون په سکرین هم وګوري.

د مڼې ګل دودیزه مشاعره له نن څخه ۱۹ کاله وړاندې د دغه ولايت د یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو له خوا د لومړي ځل لپاره په چک ولسوالۍ کې رامنځته او وروسته د ولایت کچې ته لوړه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx