نظــر

د قشقري نفتي زيرمو استخراج او د هېواد پر اقتصاد يې اغېزې

ابوالیاس جهادوال

څنګه چې ټولو ته معلومه ده د روان کال د وري مياشتې په ۱۹مه د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ښاغلي ملا عبدالغني برادر او د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ښاغلي شيخ شهاب الداين دلاور په مشرۍ د اسلامي امارت يو لوړ رتبه پلاوي د سرپل ولايت د قشقري کان په نوم د نفتو يوې زيرمې د استخراج چارو پرانيسته وکړه چې په ورځ کې د ۲۰۰ ټنه اومه نفتو د توليد وړتيا لري.

دغه زيرمه چې په ۱۹۷۹ کال کې کشف شوې، نفتي ساحه يې ۴۵۰ متر مربع اټکل شوې چې ۸۰ ميليون بوشکې اومه نفت لري او که چېرې د ورځې ۱۱ زره بوشکې نفت ورڅخه استخراج شي، ۲۵ کاله وخت به ونيسي.

دغه کان د نفتو لس څاه ګانې لري چې په نهو هغو کې يې عمل د استخراج چاري رواني دي او ورځنی عايد يې ۱۵۰ زره امريکايي ډالر اټکل شوی چې دا په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان له‌پاره ستره عايداتي سرچينه ګڼل کېږي.

د قشقري د نفو زيرمو د استخراج چارې د اسلامي امارت تر مديريت لاندې د افغان انجنيرانو له‌خوا پر مخ بيول کېږي چې دې سره په لس‌هاوو انجينرانو او په سل‌هاوو عادي کارکوونکيو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

د يادونې ده چې د دغو اومه نفتو د تصفيې تړون هم له يو خصوصي شرکت سره شوی او په افغانستان کې دننه به تصفيه کېږي چې په دې سره به له نورو ګټو سربيره به پر وارداتي نفتو د هېواد تکيه هم راکمه شي.

د نفتو او ګازو د برخې متخصصينو په وينا د افغانستان سرپل ولايت او شاوخوا دښتې يې د سيمې په کچه د نفتو او ګازو نورې لويې زيرمې هم لري چې له انګوت، آق دريا او بازار کومي کانونو څخه عبارت دي.

د سرپل جغرافيايي ځانګړنې د دې لامل شوي چې دغه ولايت د افغانستان د نفتو جنت په نوم شهرت پيدا کړي او که چېرې د بالقوه وړتياوو څخه په استفاده استخراج شي، په کمه موده کې به افغانستان د نفتو صادراتو په برخه کې د ستر مثبت بدلون شاهد وي او دغه هېواد به د سيمې په کچه پر يو بډای هېواد بدل کړي.

د يادونې ده چې د افغانستان د نفتو او ګازو په اړه د وروستۍ پرمختګونو د شمېرو پر بنسټ، دغه هېواد د ۱.۸ ميليارده بوشکې اوومه نفتو، ۳۰۰۰ ميليارده مترمکعب طبيعي ګازو او ۵۶۲ ميليون بوشکې اوبلن ګازو زيرمې لري چې کلنی عايد يې ۹ ـ ۱۰ ميليارده ډالر اټکل شوی دی.

که څه هم په نړيواله کچه نفتو ته مخ په زياتيدونکيو اړتياوو ته په پام سره به افغانستان ونه‌شي کولی په لنډه موده د نړۍ د نفتو په ستر تأمينوونکي هېواد بدل شي خو د شته زيرمو سم او کارنده مديريت کولی شي دغه هېواد د نفتو صادرونکيو هېوادونو په ليسټ کې شامل کړي.

دا چې اسلامي امارت له اقتصادي اړخه د ځان بسياينې او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې هر اړخيزې هڅې پيل کړي او د کانونو استخراج او اوبو مديريت برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، د دغه ډول بيخ‌بنسټيزو پروژو په تطبيق سره به افغانستان ډېر ژر په خپلو پښو ودرېږي او له وارداتي هېواد څخه به په صادراتي هغه باندې بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

خدای دی وکړی په دی زیرمو دمحلی خلکو اقتصاد ته پام وسی. دا په دی معنی محلی حکومت ته رایلټی ومنل سی او بیا هغه پیسی دهغی سیمی په انکشافی پروژو ولګول سی. که دا ونسی داجتماعی عدالت دټینګیدو په برخه کی به تغافل وسی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx