اقتصادنظــر

په افغانستان باندې د پاکستان د بد اقتصادي وضعیت اغېز او حل لارې یې!

عبدالجبار وحدت

څرنګه د افغانستان او پاکستان ا اقتصادي وابستګي ماتولی شو؟
په اقتصادي لحاظ د هیوادونو وارداتي وابستګي نهایت زیات زیان کوي، دا ځکه چې د یوه هېواد د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره مستقیما بل هېواد زیانمن کېږي. له بده مرغه چې موږ په دا وروستیو کې په اقتصادي لحاظ په پاکستان نهایت زیات وابسته شوي وو او عملاً یې ونیو، چې پاکستان په اقتصادي لحاظ یو ډېر خراب طرف ته روان دی، هلته قېمتونه نهایت زیات شوي لوړ دي، inflation Rate یې په بې ساري ډول پورته تللی دی، نو تاسې فکر وکړئ، چې د پاکستان اجناس چې د ترانسپورت او ګمرک له ټولیزو لګښتونو سره به دلته په افغانستان کې څومره په لوړ قېمت تمام شي، موضوع واضح ده، څو چنده به لوړ تمام شي. له بلې خوا دلته یو ډېر بد اقتصادي وضعیت شتون لري، چې په اقتصادي ټرمینالوژۍ کې ( Stagflation) ورته وایي چې هم انفلاسیون دی ( مانا قېمتونه لوړ دي ) او ورسره په څنګ کې بېکاري په خپل اوج کې ده، چې د دواړو وضعیتونو ټولیز فشار په اولس دی او د هېواد ملي اقتصاد د سخت بحران طرف ته بیایي، هدف مې دا نه ده چې پاکستان اقتصاد ډېر مهم معرفي کړو او یا يې د افغانانو لپاره برخلیک ټاکونکی وبولو ، هدف مې دا دی چې موږ څرنګه د وابستګي او فقر دا منحوسه دایره ماته کړو . څرنګه په ځان بسیا شو او څرنګه هېوادوال وژغورو، دلته باید ډېرې دقیقې او هر اړخېزې اقتصادي پالیسي او ستراتیژۍ تدوین شي، نو په کار دا ده چې موږ دا لاندې کارونه وکړو او دا چارې زموږ ستونزه په نسبي ډول او یا په لوړه کچه حلولی شي:
1. د بهرنۍ سوداګري پیاوړی او هر اړخيز سیاست جوړول او پلي کول
2. د داخلي محصولاتو څخه د ملاتړ سیاست
3. د بهرنۍ سوداګري د ودې په پار د نویو صنایعو جوړېدل
4. . صادراتو تشویقي/هڅوونکی سیاست
5. د وراداتو عوضي سیاست
6. تصدیو ته د زیان د جبران په پار د سبسایډیو ورکړه
7. د کالیو د ځینو برخو د قېمتونو د تضمین لپاره د سبسایډیو ورکړه
8. نویو جوړو شویو صنابعو څخه د ملاتړ په پار د سبسایډیو ورکړه
9. کرنیزې سبسایډۍ
10. د اسعارو نرخ او د داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ سیستونه
11. د سیمې له نورو هیوادونو سره د سوداګریزو او سیاسي اړیکې له سره پیلول
12. د سیمې له هیوادونو سره تجارتي هوکړه لیکونه لاسلیکول
13. د احتکار مخنیوی او د بازار جدي کنټرول
14. د هیواد په ګرمو ولایتونو کې یخې او په نهایي یخو ولایتونو کې معتدلې هوا خونې جوړول او حبوبات د ذخېري په ډول ساتل
15. د صنعت سکتور ته نهایت زیات کار کول
16. د لبنیاتو لکه پنیز ، ملایي، کوچ او همدارنګه ، چرګان ، همدارنګه حبوباتو، لکه غلې ، دانې یا په ټوله کې د غذایي موادو په برخه کې د په ځان بسیاینې یا اقتصادي ټیکاو لپاره باید جدي کار وشي
17. د دې په پار چې بحث اوږد نه شي او لوستونکې ستړې نه شي، ما مسائیل لنډ ولیکل، ګنې په دې هره برخه کې یو عالم خبرې دي، چې باید ولیکل شي.کله کله سړی حیران شي، چې چاته لګیا یې ،مګر موږ باید اسلامي، ټولنیز او وجداني پور ادا کړو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

افغانان همیشه شکایت کوی پاکستان ورسره ظلم کوی. ایا رښتیا پاکستان ظلم کوی او که افغانان خپله پاکستان ته دظلم موقع ورکوی. افغانان هم ګدا کوی او هم یی خر لغتی وهی. زه خو دافغانستان دخلکو په ګنګستیا نه پوهیږم. ولی افغانان له پاکستان زیاتی تقاضاوی لری او له نورو نه. ولی دا څلویښت کاله کی دافغانانو جهانی نابغه رهبرانو اصلی مشکل ندی پیژندلی. ایا افغانان دخپل ځان په عزت پوهیږی؟ زه خو وایم چه نه. ټول افغانان باید بی له ویزی پاکستان ته ولاړ نسی. که ویزی نه وی نو بیا ولی ځی. هم افغانی پاکستان ته ورکوی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx