افغانستان

امریکا: د افغانستان خلاف د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ غبرګولی،۱۴۰۱ل):‎ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو په یوې تازه مرکه کې ویلي دي چې هیواد یې په افغانستان کې د هيڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

یاد امریکايي چارواکي له ازادۍ رادیو سره په مرکه کې منلې ده چې له حاکم افغان حکومت سره اړیکې لري خو ټینګار یې کړی دی چې دغه اړیکې د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دي.

هغه وویل چې امریکا په افغانستان کې د پوځي او وسله والو مقاومتونو ملاتړ هيڅکله نه کوي او په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

ډونالډ لو وویل: «د متحدوایالتونو حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي. موږ هېڅکله د هغو وسله والو نښتو ملاتړ نه کوو چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې روان دي. زموږ په نظر بریا هغه مهال ممکنه ده چې طالبان داسې یو رښتینی حکومت جوړ کړي چې په پرېکړو کې یې ټول افغانان ځان شریک وګڼي. موږ هېڅکله د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو. فکر کوم د افغانستان خلکو څلوېښت کاله د وینو بهېدل تجربه کړل او اوس باید دا لړۍ بنده شي».

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اروپايي اتحاديې ځينو غړیو هیوادونو له افغان حکومت سره په ناستو کې ويلي دي چې هیوادونه او اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د هيڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

بلی منصف او صالح بشریت ته به د نړۍ د اوومی یا اتمی اعجاب انګیزی او خندوونکی او ژړوونکی پدیدې او پېښی پتوګه دا منظره او تصویر د یو ترخه یادګار حیثیت ولری چی: څنګه امریکائی او انګریزی او فرانسوی استعمارګرانو او توطئه ګرانو د خپلو ګټو د خوندی ساتلو لپاره سِکولر صدام اوسِکولر قذافی په ډګه ووهل ( او د ارتجاع او سلفیت پلاس ئې غوښتل چی سِکولر بشار اسد هم په ډګه ووهی خو بریالی نه سوه ) امّا د خپلو ګټو د تحفظ او ساتلو پخاطر دا دئ د معاصر تاریخ تر ټولو متحجر او تاریک اندیش… نور لوستل »

Karwan

غ حضرت، ته چه روشنفکر ځان ته وائي، افغانستان ته د څه خدمت وکړ؟ فحشا، غلا، قتل، اختيطاف، غصب، تعصب دژبي، قومپرستي، رخڅي دمبوره، زنګو جام وغيره وغيره مو په دي شل کاله کي ترويج کړل، ځوانان مو بيلاري کړل او دبيدني زهر مو په جامعه کي پاش کړل او ته اوس لګياه ئي مسلمانانو ته تاريک خلک وايي، سکولر صاحب ولا دشرم ځاي دي او تاسي لا اوس هم سکولرانو ته لبيک وائي ! گرانه زه دټولي له تعصب نه ډکي ليکني لرم ! ورځه دمقاومت گرانو سره يو ځاي شه او هغوي به هتمي يو منصب درکړي او… نور لوستل »

غ. حضرت

کاروان ساب!
ستا پَڅ ذهن او نیمګړې پوهه به هیڅکله زما د افکارو او عقائدو د څرنګوالی د تشخیص توان ونلری.
رشتیا بله خواشینوونکې خبره می را یاده سوه؛
پرون د ښاغلی محترم عبدالمالک همت یو نژدې دوست په فیسبوک کی لیکلی وه چی ښاغلی همت صاحب د تلویزیونی بانډار وروسته د حمارت د استخباراتو لخوا ۲۴ ساعته زندانی سوئ او د خوشی کېدو سره سم ئې موبایل هم ضبط او مصادره سویدئ.

Karwan

ستا خپل پچ ذهن او له تعصب نه ډکه پوه خو اوس ښه په ډاګه شوه چه امارت په ” حمارت” ليکي، البته والدين دي حماران ول، چه تاته یي داسي تربيه درکړي. په اهل تشيع کي ډير ښه خلک هم شته، اما ته يو ايران پلوه شيع مذهبه ئي! او ستاسي اصلاح مشکل کاردي! همت صاحب دي دحکومت په ضد بيځايه نيوکي نه کوي. ستاسي ټولو عقل کارنه کوي او ددي نظام د ړنګيدو پسي مو مټي رانغښتي دي او بهانه لټوي، چه طالبان ولي معجزه نه کوي! هر ځوک چه په دي نظام پسي سپکي سپوري کوي ،… نور لوستل »

غوربندي

کاروان صاحب

په دې هیله چې جوړ روغ او خوشحاله به وی،،

ماته ډېره هیښوونکې ده چې د تېر خلاف غ… حضرت صاحب 19 مثبت او تاسو 22 منفي لایکونه اخستي دي،،، فکر کوک ټول مغلوب مفسدین نن سبا د نن ټکي اسیا لیکنې ګوري،، البته مونږ او تاسو د فتحې په خوشحالی او لمانځلو کې د نن ټکي اسیا له تاوده سنګره غافل شوي یو،،،

په غ. سپور حضرت صاحب هم زمونږ او تاسو له تنبیهاتو محروم شوی دی کنه داسې پرېوتې ژبه کارول له دوی څخه د ډېر تعجب وړ ده.

Karwan

ډيره مننه غوربندي وروره، ډير خوښ يم، چه بيا راپيدا شوي. وروره، زموږ وطن ۴۵ کلنه جګړه شاته پريښي او خصوصن دغه شل کلن اشغال د۴۹ هيوادونو له خوا دتصور نه لري خبره وه، چه موږ به بيا دخپل استقلال ځيښتنان کيږو! اما دپاک الله په نصرت، دمجاهدينو دشل کلني مسلحانه مبارزي او دگران ملت په پوره همکاري الحمدالله دغه داستقلال وياړ زموږ دگران ملت په نصيب شوه. زما په ټول ژوند کي دډيري خوشحالي ساعت هغه وه، کوم چه داشغالگرو اخيري طياره دکابل له هوائي ډګر نه پورته شوه، ولو که څه لحظه مخکي ئي دميدان ډيري برخي تغريب… نور لوستل »

Pattang

هو نه زه اونه کاروان صیب ، بلکې هر سالم انسان به هم د خلقي ، پرچمي او شعله یې په مارکسیستي افکارو پوه نشي ، ځکه دوی په افغانستان کې د ظالمو انسان وژونکو افکارو عاملان او بار شوي خنځیران وو . کله یې چې هلته مخ تور شه نو هغې ددوی ډوښمنې امپریالیستي نړۍ ته را وتښتېدل او په درواغومړواو شرمېدلیو سترګو سیاسي محاجران شول ! دلته په اروپا کې یې د دسکواو کناپ (Disco , Kneipe) له فلسفې وروسته د میتا فزیک او یا فسیخولوګي ناپوهه مکتبیان شول ! تف لانت په پرازیتو انسانانو !! ***** د… نور لوستل »

غ. حضرت

محترم غوربندی صاحب! زه که رکیک او سپک الفاظ کارَوم یو فاسد او فاسق او فاجر انسان به یم امّا ته چی ځان د اسلامی نظام مبلغ او بانی او داعی ګڼې ولی دی سپک الفاظ کاروَلی دی؟ ځینی وخت رشتیا هم د ” عقائدو ” اشتراک د ” افکارو ” د اختلاف قربانی سی. زه ځان یو مسلمان بولم خو د طالب د ایمان او کړنو څرنګوالی ته د شک په سترګه ګورم او همیشه می ویلی دی چی ” ادعا ” د حقانیت او مشروعیت مفهوم نلری. دې پوښتنی ته جواب زما وظیفه نه ده چی: ولی اکثره… نور لوستل »

طاهر ثابت

تاریخ لیکلی چی شیعیانو داهل سنت دتضعیف په خاطر له نصرانیانو او مغولو سره معاملی کړی. دایران او امریکا پرونی معاملی هم له هغو تاریخی معاملو ګڼلی سو. دافغانی شیعیانو چړچی په امریکایی اشغال کی باید هیری نسی. اوسنی شیعی کارشکنی او تورتبلیغات باید یاد وساتل سی. په سوریه کی ایرانی او اسدی وحشتونه امریکایانو وزغمل. په یمن کی ددوی همکاری دوام لری. هغه خلک چی په تاریخ کی داهل سنتو دښمنان وی نو دهغو په خبرو به کوم عاقل انسان باور کوی. بلی افغانی شیعه بد قمار وهلی وو. اوس نو دخپلی بدی سودا ګټه اخلی. هغه چی دتحجر… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx