ټولنیزه برخه

د ښځو حقه حقوقو نقض ته له پيدايښه تر مرګه  لنډه کتنه

ډاکټر عبد الرحمن شهيد زاده

د ښځو د حقوقو په اړه چې اسلامي مصادر کومې لار ښوونې کوي، هغه د عدل، انصاف څخه مالا مال دی او د اُناثو د تکويني وړتياوو سره په تفهمي ډول اسلام هر حکم کړی، که هغه ديني روحاني حقوق دي، اجتماعي حقوق دي، اقتصادي حقوق دي، تعليمي حقوق دي او که سياسي حقوق دي، دلته موږ بحث په دې نه راڅرخوو چې د اسلام له اړخه ښځو ته ورکړي حقوق وپیژنو بلکې هغه دوديز چلندونه سپړو چې په افغانستان غوندې اسلامي هيواد کې د اسلام مبارک دين سره کاملاً په مغايرت کې دي.

څرنګه چې افغانستان يو داسې هېواد دی، چې  نه نوي سلنه وګړي يې مسلمانان دي، ددې تر څنګ چې په اسلام د کامل نظام حيات باور لري، متأسفانه په عمل کې ډېر څه بېل کيف او رنګ لري، له پېړيو راهيسې داسې عنعنات او دودونه لري، چې په مطلق ډول له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې دي، يو هغه هم د ښځو په اړه ناسم دوديز چلندونه دي، چې ستاسو توجه ورته غواړم! هغه څه په دې ډول:

لومړۍ:کله چې په کوم کور کې ماشوم  وزيږي،  نو عقيقه وي، ډزې وي خوشالۍ وي او نورې تماشي، خو کچيرې ماشومه وه بيا ټول غلي وي نه خوشالي، نه عقيقه وي نه کوم ډز او نور څه.

دوهم: بيا چې کله څه ستره شي ددې پر ځای چې هغې ته فرضي علوم ورزده کړل شي برعکس يې د کور په خدمت کې مصروفه کړي ځکه چې که دا کار ورزده نه کړي کورنۍ يې سبا خو بيا د نوموړي پردي کور ته ځي، هلته که يې خدمت نه وي زده هغوی ته به پيغور شي، دلته له دغې مظلومې څخه مسلم د ښووني روزنې حق  اخيستل شوی.

دريم:کله چې ددغې نجلۍ لپاره کوم څوک د غوښتلو لپاره راځي، پرته د نجلۍ له خوښې او رضايت ورکول کيږي، چې ددغې بې انصافه پريکړې په اساس نوموړې د ژوند ترپايه کړيږي.

څلورم:مهر د انجلۍ مسلم حق دی، پرته د نوموړې له اجازي د پلار، وروڼو له لوري اخيستل کيږي او ددغه مهر په خوړلو کې له نوموړي اجازه هم نه غوښتل کيږي.

پنځم: چې کله د خسر کور ته ولاړه شي، د يوې خدمتګاري په حيث ورته کتل کيږي، ځکه کرۍ ورځ  د کور بې شماره کارونه دي، ددې په خوا کې چې مېړه ورسره مرسته وکړي برعکس د نوموړي کارونو کې پرته له اسلامي لارښوونو په نظر کې نيولو مداخله کوي، د ناغېړۍ په صورت کې  تهديدوي او همدا راز هغه څوک چې د ښځې په چارو کې نه نقلا نه عقلا د مداخلې حق لري، خو د ناوړه دود په اساس ليورونه، خواښې او
ايندريندې ځان ته حق ورکوي چې د نوموړي باندې خپلې غوښتنې ومني د سر غړونې په صورت کې هغې ته په سپکه سترګه کتل کيږي.

شپږم: ډېره لويه ناځوانې چې زموږ په هيواد کې دخوندو سره کيږي هغه دميراث الهي ورکړي حق څخه سرغړاوی دی چې نه يې پلار وروڼه ديته تيار دي چې ور يې کړي او نه خپله ښځې دا جرئت کولای شي، چې خپل شرعي حق غوښتنه وکړي، ځکه هغه د جهل، ظٌلمت د تورو تمبو شاته پاتې شوي او خپل حقه شرعي حقوقو غوښتنه څه آن چې سوچ يې هم نه کوي، په ټوله کې ښځه د ژوند تر اخري سلګۍ زموږ په سنتي ټولنه کې کړيږي.

د افغانستان اسلامي امارت څخه هيله لرو، چې د ښځو د حقوقو لپاره کوټلي ګامونه واخلي! ځکه که اسلامي نظام کې د ښځو شرعي حقوق اعاده نشي، نو بيا کوم داسې در شته چې هغوی ورته رجوع وکړي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ُطاهر

اسلامی امارت آخرین حق چی د تعلیم دی او د آزاد تنفس (چی پوزه هم پری تړی او پټه وی) حق دی هم تری واخست. همدارنګه د آزاد ژوند کولو حق (د محرم الزام) یی هم تری واخست نو فقط دوه لاری یی ورته پریښی: ۱- ټول عمر به د ورور یا وراره (که یی واده نوی کړی) غلامی کوی ترڅو یوه ګوله ډوډی ترلاسه کړی او که ورور یا وراره نلری نو ۲- باید مړه شی او ځان ووژنی. او ته راغلی یی د اسلامی امارت نه د ښخو حق غوړی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx