ورزش

د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه نن شپه د ریال مدرید او لیورپول ترمنځ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه نن شپه د دوه مخکښ لوبډلو ریال مدرید او لیورپول ترمنځ په پاریس کې ترسره کیږي.

د یادو لوبډلو ترمنځ د چمپینز لیګ پایلوبه نن شنبه د شپې په ۱۱:۳۰ دقیقې پېلیږي، چې لیورپول به د خپل سیال څخه د بدل اخیستلو په تکل کې وي.

له دې وړاندې دواړه لوبډلې د اروپا اتلانو لیګ ۲۰۱۸م کال پایلوبه کې مخامخ شوې وې چې ریال مدرید په ۳-۱ بریا خپله کړې وه.

په دغه لوبه کې د لیورپول مخکښ لوبغاړی محمد صلاح د لوبې په ۳۰مه دقیقه کې د ریال مدرید لوبډلمشر دفاعي لوبغاړي سرجیو راموس له لوري سخت ټپي شو چې وروسته یې ونشو کړای لوبې ته ادامه ورکړي او په ژړا له میدانه بهر شو.

د لیورپول کلب مخکښ مصري لوبغاړي محمد صلاح یوځل بیا هغه ادعا تکرار کړه چې له ریال مدرید څخه به د تېر جام غچ واخلي.

نوموړي زیاته کړې چې په خپل ذهن کې د نړۍ تر ټولو غوره فوټبالر دی او له ریال مدرید څخه په پایلوبې ګټلو به یې ثابته کړي.

که څه هم په ۲۰۱۹م کال کې لیورپول د چمپينز لیګ اتلولي وګټله خو د ریال مدرید لپاره د محمد صلاح په زړه کې لا هم د غچ اور بلیږي.

هغه وایي، «مدرید د اروپا اتلانو لیګ په تاریخ کې یوه غوره لوبډله ده او د بریا په چل پوهیږي، خو باوري یم که زه په میدان (په ۲۰۱۸ پایلوبه) کې تر پایه پاتې شوی وم مونږ بریا خپلولی شوه».

د یادونې ده چې ریال مدرید په هسپانیا لیګ (لالیګا) کې لومړی مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې لیورپول مانجسټر سيټي ته په کم توپیر دوهم مقام خپل کړی دی.

د فوټبال مبصرین وایي چې دواړه لوبډلې د اروپا اتلانو لیګ د ګټلو وړتیا لري، او ترمنځ یې یوه تاریخي لوبه اټکل کېدونکې ده.

دوی زیاتوي چې د ریال مدرید مخکښ فرانسوی لوبغاړی کریم بنزیما او محمد صلاح د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کالونو غوره لوبغاړي ثابت شوي چې ددوی مخامخ کېدل به سیالي لا جالبه کړي.

محمد صلاح روان کال په چمپنیز لیګ کې ۱۲ لوبې کړي او ۸ ګولونه یې راوړي، په داسې حال کې چې کریم بنزیما په ۱۱ لوبو کې ۱۵ ګولونه راوړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx