افغانستان

روزګان: د ملي امنیت دوه کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشبنه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان په مرکز ترینکوټ او چوري ولسوالي کې په بېلابېلو پېښو کې د ملي امنیت دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
د ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر وايي چې د توري په سیمه کې د ملي امنیت یو تن کارکوونکی وژل شوی دی.
د حوزې امر څارن ګل اغا وايي چې هغه ته د کور په دروازه کې ماین اېښوودل شوی و.
په ورته وخت کې د چوري والسوالي مسولین هم مني چې په یاده ولسوالي کې هم د ملي امنیت یو تن کارکوونکی وژل شوی دی.
د چوري ولسوالي امنیه قومندان حاجي قوي وايي چې د ملي امنیت وژل شوي کارکوونکي ته د کور په دروازه کې ماین اېښودل شوی و، چې پر ور وچاودید.
طالبانو د دواړو پېښو مسوولیت منلی دی او ویلي يې دي چې د دوی ملګرو نن سهار په تکتیکي چاودنې سره د ترینکوټ په توري د ملي امنیت یو کارکوونکی وواژه.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف وايي چې د دوی ملګرو دملي امنیت کارکوونکی مولاداد نن سهار پنځه بجې په ماین والوزاوه.
یاده دې وي چې په روزګان کې د طالبانو فعالیت خورا پراخ شوی دی، چې د روزګان د والي په خبره طالبان دروزګان په هرځای کې عملیات کولای شي.
نن هم د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې جګړه روانه ده. د طالبانو د خبرپاڼې له قوله د یادې سیمې په فیروج او سنګر کلیو کې يې په پوستو بریدونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x