افغانستان

انس حقاني: پر هندوستان مو دروازې خلاصي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ غبرګولی،۱۴۰۱ل):‎ د افغانستان اسلامي امارت مخکښ مشر انس حقاني د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان دروازې د هندوستان پر مخ خلاصي دي.

نوموړي د يوې پوښتنې په جواب کې چې هندوستان په افغانستان کې څه رول لوبولای شي؟ ویلي چې د افغانستان د اوسني حکومت پالیسي سوله او پرمختګ دی، افغانستان د ټولو ګاونډیانو او سیمه ییزو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي، د هندوستان پر وړاندي د افغانستان دروازې پراخي خلاصي دي.

نوموړي د یوې بلې پوښتنې په جواب کې ویلي چې افغانستان هر هغه هیواد ته ښه راغلاست وايي چې غواړي په افغانستان کې خپل سیاسي نمایندګي او سفارت خلاص کړي، په انکشافي بودیجو کې د افغانستان سره مرسته وکړي، د افغانستان د حکومت مسؤولیت جوړیږي چې د ټولو سیاسي نمایندګیو او شرکتونو امنیت وساتي.
نوموړي زیاته کړي چې له زړه هیله لري چې هندوستان په افغانستان کې خپل سفارت او کونسلګرۍ یو ځل بیا خلاصي کړي او د تل په څیر د خپل دوست هیواد افغانستان تر څنګ ودریږي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې داسي راپورونه خپاره شوي چې هندوستان په افغانستان کې یو ځل بیا سفارت خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx