افغانستانورزش

انس حقاني: کرکټ د هند او افغانستان ملتونه یوځای کولی شي او خلکو ته خوښي ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم غړي انس حقاني ویلي چې کرکټ کولی شي د هند او افغانستان ملتونه سره یوځای کړي او خلکو ته خوښي ورکړي.

د سي ان ان نیوز۱۸ سره د مرکې پرمهال انس حقاني وویل چې د ډیرو ننګونو سربېره افغان ملت په وروستیو کلونو کې د کرکټ په ډګر کې خورا خوښۍ ورکړي او کرکټ لا ښه پرمختګ کړی چې دا ددغې لوبې سره د افغان ملت د پراخې مینې په معنا دی.

نوموړي د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت په راتلو سره په اګست میاشت کې کرکټ هیڅ ډول زیان نه دی لیدلی، بلکې مشرانو یې له هرې ممکنې لارې ملاتړ او مرسته کړې. «موږ په رسمي او ریښتیني توګه د کرکټ هر غړي او لوبغاړي ملاتړ کوو».

ښاغلي انس حقاني په افغان کرکټ کې د هند رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې هند کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته د خپلې خاورې څخه په ګټه اخیستنه ډیرې اسانتیاوې چمتو کړي، ددوی له تاسیساتو یې کار اخیستی او هم یې په کرکټ نړیواله شورا (ICC) کې د افغان کرکټ ملاتړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي، «په دې وروستیو کې ځینې ستونزې وې چې د هند کرکټ بورډ په مرسته حل شوې، موږ دېته سترګې په لار یو، دغه سپورت دوه ملتونه سره یو کوي، د خوښیو ترڅنګ د هېوادونو د اړیکو پیاوړي کولو وسیله هم ده».

د هند کرکټ بورډ چارواکي له خپلو افغان سیالانو سره په تماس کې دي، په ځانګړې توګه د هند کرکټ بورډ عمومي رئیس سارو ګنګولي د افغان کرکټ بورډ مشرتابه سره په دوامداره توګه تماس کې دی. «موږ هیله لرو چې د سپورت په برخه کې د هند همکاري په راتلونکي کې هم دوام ومومي».

حقاني په هند لوبډله کې د خوښې لوبغاړي یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې زه هر هغه لوبغاړی چې ښه لوبه کوي خوښوم.

د یادونې ده چې انس حقاني تېره اونۍ د کرکټ په ملاتړ د خوست والي محمد نبي عمري او یو شمېر نورو سیاستوالو ترڅنګ په خوست ولایت کې د زرغون افغانستان جام سیالیو پایلوبې ته ورغلي وو او پایلوبه یې له نږدې کتلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx