نړۍورزش

ریال مدرید لیورپول ته په ۱-۰ ماتې ورکولو د چمپينز لیګ اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): هسپانوي مشهور کلب ریال مدرید د اروپا اتلانو لیګ په پایلوبه کې د انګلستان کلب لیورپول ته په ۱-۰ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د ریال مدرید او لیورپول ترمنځ په زړه پورې پایلوبه د پاریس په ستادې فرانس لوبغالي کې تېره شپه ترسره شوه چې له یوې جالبې لوبې وروسته ریال مدرید بریا خپله کړه او د ۱۴م ځل لپاره یې د یاد لیګ اتلولي وګټله.

لوبه د امنیتي ستونزو له کبله پنځه دیرش دقیقې وروسته پېل شوه. په لومړۍ نیمایي کې لیورپول لوبډلې غوره کارکردګي وښوده او د سیال لوبډلې پر ګول یې څو حملې راوړې، خو د ریال مدرید بیلجیکي ګول ساتونکي «ټيبو کورتوا» ۹ حملې شنډې کړې.

د دوهمې نیمایي په ۵۹مه دقیقه کې د لیورپول د یو شمېر فرصتونو سربېره د ریال مدرید ځوان برازیلي لوبغاړي وانیسیوس جونیر یوازینی ګول راوړ چې تر پایه یې مقاومت وکړ او بریا یې خپله کړه.

د لیورپول له لوري محمد صلاح، او سادیو مانی غوره لوبه وکړه خو په ګول وهلو ونه توانېدل. په دې سره لیورپول لوبډله یو ځل بیا پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.

باید وویل شي چې د ۲۰۱۸م کال چمپینز لیګ په پایلوبه کې هم لیورپول د ریال مدرید سره مخامخ شوی و چې په ۳-۱ یې ماتې منلې وه.

ریال مدرید لوبډلې د لالیګا لیګ اتلولۍ ترڅنګ د اروپا اتلانو لیګ هم وګاټه، په داسې حال کې چې لیورپول لوبډلې یوازې دوه ځایي جامونه ګټلي خو د چمپینز لیګ ترڅنګ په پریمیئر لیګ اتلولي خپلولو کې هم پاتې راغلل.

ریال مدرید لوبډلې د ۲۰۲۱/۲۲ کال اروپا اتلانو لیګ له سخت پړاو وروسته خپل کړ، چې په شپاړسم پړاو کې یې د لیونل میسي، نیمار او امباپی په شتون د پاریس سان جرمان کلب مات کړ.

په کواټر پایلوبه کې یې د چیلسي کلب په داسې حال کې مات کړ چې د ګولونو په توپیر شاته وو او په وروستیو کې یې بریا خپله کړه. دغه راز په نیمه پایلوبه کې مانچسټر سیټي مخکښ لوبډله د لوبې په وروستیو پنځو دقیقو کې په حیرانونکي توګه ماته او پایلوبې ته لار وموندله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx