نظــر

د ستانکزي صيب په نظر د غربي رسنيو شخوند

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

څو ورځې له رسنيو څخه  د مصروفيت له وجې لرې پاتې شوم، ځکه چې کلينک کې د موسمي ناروغيو د مراجعينو بيرو بار و، يو ملګری راغی او ويل يې، چې ستانکزي صيب د شهيد امير المؤمنين تلين غونډه کې ښې خبرې وکړې.

پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې څه يې وويل: نوموړي د ستانکزي صيب د زړه سواندو مشورو خلاصه راسره شريکه کړه، چې د نظام واکوال او ولس ټول يې د ابراز مسلم حق لري.

له ځان سره مې کړل، د غربي رسنيو به بيا څه ځوږ وي! هغه و چې ماښام کور ته لاړم؛ د امريکا غږ راډيو ورباندې دوه تنه د پخوانۍ امريکايي ادارې تښتيدلي منسوبین د ازادو شنونکو تر عنوان لاندې راغوښتي وو، ورته غوږ شوم چې  د ستانکزي صيب وينا يې په داسې انداز وشاربله چې هر د سالم فکر اوريدونکی د نوموړو مېلمنو لويديلو اخلاقو او بې پريتوب ادراک کولای شو، هغوی چې د اسلامې نظام، اتحاد، اتفاق او ولس سره يووالي هيښ کړي نو د نظام د يو چارواکي اصلاحي وينا په داسې انداز تحليلوله، چې بويا د امارت چارواکي په اطاعت او يووالي کې ستونزه لري، لله الحمد د امارت د اتحاد بېلګه په معاصر وخت کې څوک نشي وړاندې کولی، د نظر، مشورې اړوند په اړه به د پيغمبر (ص) په هغه حديث اکتفا وکړم چې هغه صلی الله عليه وسلم فرمايلي: واملاء الخير خير من السکوت والسکوت خير من املاءالشر.
د خير بيان تر چوپتيا غوره دی او سکوت ښه دی له بد بيان څخه.

د ستانکزي صيب نظر د امارت ټولو مسؤلو چارواکو ته د قدر وړ دی، نه تنها دا چې د امارت دغه مسؤل دا ډول څرګندونې وکړي؛ خدای مه کړه څوک ورته په بده سترګه وګوري بلکې ټول ملت فرد فرد د سالم انتقاد حق لري.

اميرالمؤمينن حفظه الله په هره غونډه او مجلس کې په ټول ولس ږغ کوي چې خپل مسؤلين خپلو تيروتنو ته متوجه کړﺉ او خپل نيک نظريات ورسره شريک کړﺉ.

د غرب رسنيو ته څو مفتې مشورې:
لومړۍ خو ستاسو د مخلوطې، مستبدې او ځنګلي ډيموکراسۍ ارمغان چې شل کاله مو ورته تبليغ وکړ ولس د سر په سترګو مشاهده کړ، چې بې له بې پردګۍ بې اطاعتۍ، ګډوډۍ او انساني طبعې خلاف ژانرونو بل يې کومه ګټه ولس نه وليدله.

دويم: پوره ژوند مو د اسلام او اسلامي نظام خلاف پروپاګند وخوړ، خو نه يواځې چې ملموسه لاسته راوړنه مو  ونه لرله، بر عکس په اسلامي ټولنه کې مو د کرکې نفرت تخمونه وښندلو، د خپلو ځانو په وړاندې نو ښه به وي، چې نور منفي تبليغاتو ته دپاي ټکی کښيږدﺉ، او نور خپل شخصيتونه  سپک نه کړی يې! دجورناليزم داصولو مطابق لاړشٸ

دريم: کوم تبليغ چې تاسو داسلا مي نظام خلاف روان کړی،نور افغان مؤمن ولس ويښ شوی، نه ستاسو په پوچو تبليغاتو غوليږي،نه مو ځنګلي ډيموکراټيک نظام مني په دغه ډول بي مثبتو پايلو لرونکو پروپاګنډو يواځي ځانونه په رواني ناروغيو اخته کوي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx