ټکنالوژي

سامسنګ په خاموشه توګه خپل یو ارزان بیه موبایل وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د ځیرک موبایلونو جوړونې مشهور شرکت سامسنګ په خاموشۍ سره خپل یو معیاري خو ارزان بیه موبایل وړاندې کړی دی.

تېره میاشت راپور ورکړل شوی و چې سامسنګ به د ایم سیریز نوی موبایل وړاندې کړي، چې څو ورځې وړاندې معرفي شو.

د راپورونو له مخې، د ایم 13 موبایل دیسپلی 6.6 انچه ایښودل شوې ده، چې د 15 واټه چټک چارجېدلو سره یې د بیترۍ ظرفیت 5000 ملي امپيره دی.

دغه موبایل کې درې کامرې ورکړل شوي چې منځنۍ یې 50 میګا، دوهمه 5 او دریمه 2 میګا پېکسله ده، په داسې حال کې چې سیلفي کامره په کې 8 میګا پېکسله ورکړل شوې ده.

د 4 جي بي ریم سره د اوکټاکور زاینوس 850 چیپ ځای پرځای شوی، چې 64 او 128 جي بي حافظه لري او د میموري کارت اخیستلو وړتیا لري.

د جون میاشتې په پېل کې به لومړی دغه موبایل په اروپایي هېوادونو کې بازار ته وړاندې شي چې له هغې وروسته به په سترو مارکیټونو لکه هندوستان، تایلنډ، ملیشیا، پاکستان او ځینې نورو کې وړاندې شي.

سامسنګ په رسمي توګه د M13 موبایل بیه نه ده په ډاګه کړې خو داسې راپورونه شته چې لومړنۍ بیه به یې شاوخوا 15 زره افغانۍ وي.

سامسنګ د خپل مارکیټ لوړولو، چینایي او امریکایي شرکتونو ته د ماتې ورکولو لپاره د A او M سیریز موبایلونه وړاندې کوي. دا شرکت په 2020م کې تر ټولو زیات موبایل پلورونکی شرکت نومول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx