افغانستان

د ولایتي شورا ګانو د شکمنو رایو شمېرنه چهارشنبې ته پیلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د شکایتونو کمېسیون وايي چې د ولایتي شورا ګاني وروستۍ پایلې له دې امله ځنډيدلي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ورسره همکاري نه ده کړې او هم د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د بیا ارزونې بهیر د ځنډ ښکار دی، خو وايي چې د شکمنو رایو بیا شمېرنه به د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د ارزونې بهیر کې د ځنډ او خنډونو له امله د ولایتي شوراګانو پایلې ځنډیدلي خو وايي چې د شکایتو د کمېسیون سره همکاري لري.

د ولایتي شوراګانو ټاکنې د رون کال د وږي په ۱۶مه ترسره شوې. ټولټال کاندیدان ۲۷۱۳ و چې د لومړنیو پایلو پر اساس چې د غويي پر ۳۰مه اعلان شوې د ۳۴ ولایتونو شوراګانو ته ۴۵۷ کسانو ولایتي شوراګانو ته لاره پیدا کړله.

ټاکل شوې وه چې د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې به د شکایتونو له څېړنې وروسته د غبرګولي په ۱۷مه اعلان شي خو تر ۲ میاشتو تېریدو هم اعلان نشوې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د چنګاښ میاشتې په وروستیو ورځو کې ویلي و چې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته يې د معترضو نوماندانو په شکایتونو يې د ځينو شکمنو صندقونو رایو تفتیش او بیا شمېرنه پیل کړې ده او له همدې امله د پایلو اعلان یې ځنډولی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند محمد نادر محسني ویلي چې په کابل او ننګرهار کې هم د رایو بیا شمېرنه نه ده بشپړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x