روغتیانړۍ

روسیې ادعا: د «بیزو تڼاکې» ویروس په نایجیریا کې د امریکایي لابراتوارونو څخه خپور شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): څو میاشتې وروسته له دې چې امریکا په اوکراین کې روسیه د بیولوژیکي لابراتوارونو په درلودلو تورنه کړه، روسیې اوس ادعا کړې چې د «بیزو چیچک» ویروس په نایجیریا کې د ۴ امریکایي لابراتوارونو څخه خپور شوی دی.

د روسیې دولتي رسنۍ سپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د وړانګو، کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو مشر ایګور کیریلوف د جمعې په ورځ یو لنډ راپور خپور کړی او په کې زیاته کړې چې امریکا په افریقایي هېواد نایجیریا کې ۴ لابراتوارونه لري.

نوموړي یادونه کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان دې پایلې ته رسېدلی چې د مونکي پوکس یا بیزو تڼاکې ویروس په نایجیریا هېواد کې رامنځته شوی چیرې چې امریکا خپل بیولوژیکي لابراتوارونه ځای پرځای کړې دي.

هغه له روغتیا نړیوال سازمان WHO څخه غوښتي څو د نایجیریا په ابوجا، زاریا او لاګوس ښارونو کې د امریکا لخوا تمویل شوي لابراتوارونو فعالیتونه وڅیړي او نړیوالې ټولنې ته ددې موندنې وسپاري.

د بیزو تڼاکې یا چیچک ویروس چې لسګونه کلونه وړاندې په افریقایي هېوادونو کې موندل شوی، په لومړي ځل په دې کچه نورو هېوادونو کې خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې دغه ویروس په شاوخوا شلو هېوادونو کې خپور شوی چې ۳۰۰ مثتبې قضیې او لسګونه شکمنې قضیې ثبتې شوې دي.

یاد سازمان ددې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ګامونه پورته کوي، خو ترڅنګ یې له هېوادونو غوښتنه کړې چې ددې له کبله سفري محدودیتونه وضع نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx