
عباس ستانکزی؛ او په امارت کې د انتقاد د بند دهلیز د پرانیستلو مبتکر!
جمال ایوبي
په افغانستان کې معاصر اسلامي تحریکونه(!)” حزب اسلامي، جمعیت اسلامي … او اتحاد” چې ډېری یې د شوروي د یرغل پر وخت وزېږېدلې دا ټول په داسې سطحي سیاسي مسیر او استبدادي فکر کې راغلل چې مشرتابه یې په خپل چوکاټ کې د رهبرۍ(!) له مخې د قدرت په انحصار تکیه کوونکی … او د انتقاد دروازې یې تر پایه پورې داسې قلف او له تهدید جوړې کړې چې د خپلو صفوفو معتمد او پوه منتقدین به یې آن په مرګ ګواښل چې پای؛ د همدې خام فکر امتداد په معنوي او فزیکي لحاظ غني تنظیمونه د تجزیې او انعشاب له بدرنګ برخلیک سره مخامخ کړل.
په افغانستان کې د ذات البیني جګړو پر وخت چې افغانستان د انحطاط، تجزیې او ناامیدۍ په کرښه ولاړ و نو د حالاتو د ایجاب او غوښتنې سره سم د طالبانو اسلامي تحریک ددې دشوار وضعیت څخه د نجات او د علیا ګټو او ارزښتونو د ساتنې په موخه له سنګ حصار او بیا د غازي ایوب خان له لیسې څخه تحرک پیل کړ چې د هغې له فتحې وروسته نن د امارت ددوهمې پتمنې فتحې توغ په ارګ رپاند دی.
د اسلامي امارت په لومړنۍ دوره کې امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد د انتقاد پذیرۍ له زاویې دومره فراست او زغم درلود چې آن علماء کرام به یې دېته هڅول ترڅو مرحوم امیر ته د نظام نواقص او خالیګاوې په ګوته او د استشاره فکر څښتن و ځکه ښاغلي امیر د راشده خلفاوو د مثالي کردارونو عملي کولو ته په پوره متانت سره ژمن وو، خو؛ متاسفانه چې دا د بقاء د مسیر تفکر ځینو لوړپورو چارواکو ته انتشار او سرایت ونکړ او یا نوموړو څهرو د انتقاد پذیرۍ جوهر ته خپله زمینه نه مساعدوله.
په امارت کې د لوړ پورو چارواکو له ادرس څخه چې د لومړي ځل لپاره یې د اوږدې زمانې راهیسې دې قلفو او ستړي کوونکو دروازو د خلاصولو لپاره مقدسه هڅه وکړه هغه په حال کې ښاغلی عباس ستانکزی دی.
د عباس ستانکزي صاحب سابقه سیاسي تصویرونه چې په تېر جهاد ،د امارت په لومړنۍ دوره، د ګوډاګیانو پر وړاندې جدیت، د اشغالګرې امریکا سره په مذاکراتو کې چنې وهل او پای د وزیرانو په پرونۍ غونډه کې د ولسي منښت، ادغام او ترحم په خاطر سالم او له هرکلي ډک انتقاد که دا ټول د فکري اخذ له زاویې څخه تفسیر او تحلیل شي نو په دې کې فکري وسعت، د اسلامي احکامو څخه عمیق برداشت، د نړۍ د خپلولو هنري ژبه ،سیاسي فهم او د مسیر مشال یې د اخوان المسلمون مؤسس شهید امام حسن البناء ته ګرځي ځکه له تعریضي وینا، د اصلاح لپاره د تدریجي پالیسۍ په مؤثریت ایمان لرونکی ذهنیت ،وسطیت او له تدبر څخه یې دا جوته کېږي چې تر ډېره پورې یې دا مثبت تآثر او برداشت د شهید امام له فعالیت سره غوټه خوړلې ده.
پرون چې ښاغلي عباس ستانکزي د نظام او ولس د پیوندوالي لپاره په ولسي ژبه د بکر طرحو په وړاندې کولو سره د مؤثرو ناقدینو په لیست کې کوم پتمن کردار سجل کړ په حقیقت کې دغه مبتکرانه اقدام که له یوې خوا په اسلام کې د بیان ازادۍ جامع مفهوم تفسیر؛ خو له بلې خوا یې د حضرت ابوبکر، حضرت عمر او عمر بن عبدالعزیز د هغه فلسفوي کردارونو د تعقیبولو لپاره ښه نوښت وکړ چې رعیت ته به یې خپله د نظام د بقاء په خاطر د انتقاد جایز جرأت باښه.
اسلام؛ د انساني ټولنې د نورو ضرورتونو د رفع تر څنګ د حاکم او ولس د حقوقو او وجایبو په اړه ډېر جامع او په صراحت سره غږېدلی دی دا چې زموږ موضوع د بیان ازادي او د حاکم په وړاندې انتقاد دی نو زه هم د قلم څوکه پر همدې اړونده موضوع څرخوم چې دوو عشره مبشره صحابه کرامو سالم انتقاد ته څومره ځای او ارزښت ورکړی و.
حضرت عمر رضي الله عنه چې د خلیفه حضرت ابوبکر په وخت کې قاضي وو د ځمکې په یوه موضوع کې چې حضرت ابوبکر یؤ چاته ورکړې وه د حضرت ابوبکر په غوښتنه، دې خلکو دا خط لوی عمر ته راوړ حضرت عمر په خلیفه ابوبکر رضي الله عنه پسې راغی او تر توندو نیوکو لاندې یې ونیوه ورته وې ویل:
دا ځمکه ستا ده او که یوازې ددې مشخصو خلکو، چې تا ورکړېده؟…
خو پای حضرت ابوبکر هغه تحمل او بیا له خپلې پرېکړې په شا شو.
دلته حضرت ابوبکر د حضرت عمر په وړاندې ونه درېد چې زه امیر یم او که ته؟ تاسره ډېره پوه ده او که له ماسره؟ تا اول اسلام قبول کړ او که ما؟ بلکې خپلې کړنې او د خبرو صحت ته متوجه شو او دا یې د خلافت په خیر وګاڼه.
یوه جمعه داسې راغله چې یوې ښځې د حضرت عمر رضی الله عنه څخه د امیرالمؤمنین لقب لرې کړ او په تنده لهجه یې ورته وویل:
ای عمره! سهوه دې وکړه.
تاسې پوهېږئ؟ چې د هغه قهرجن عمر غبرګون څه و؟ هغه په جرأت سره دا اعتراف وکړ:
چې عمر سهوه شو او ښځه په حقه ده.
روایت دی چې حضرت عمر رضي الله عنه ته یوه مسلمانه بي بي مخې ته ودرېدله هغه ته یې ډیرې توندې خبرې وکړې:
عـمره! د خدای نه ووېرېږه .
یؤ صحابي ورته وویل: ای ښځې دا څه وایې لږ په ځان رحم وکړه او په امـیرالمؤمنین رحم وکړه دومره توندې خبرې خو ندي پکار.
مخکې له دې چې دې کس ته مسلمانه بي بي ځواب ورکړي لوی عمر ورته وویل:
ته چوپ شه! ته دا پېژنئ؟ دا هغه څوک ده چې خدای یې د اوو اسمانو پورته خبرې اورېدې، عـمر څوک دی چې د هغې خبرې وانه وري.
یوه ورځ د حضرت عمر رضي الله عنه او یوه بل کس تر منځ څه خبره راغله، هغه کس خلیفه عمر ته وویل:
امیرالمؤمنین! له الله تعالی نه ووېرېږه.
ناستو کې یوه سړي هغه ته په قهر سره وویل:
ایا ته امیرالمؤمنین ته وایې چې له الله نه ووېرېږه؟ حضرت عمر دې سړي ته وویل: پرېږده یې، راته ودې وایي، ډېر ښه یې راته وویل.
لوی عمر بیا ناستو خلکو ته وویل: که تاسو دا خبرې ونه کړئ بیا تاسو کې خیر نشته او که یې موږ ونه منو موږ کې خیر نشته.
کله چې عمر بن عبدالعزیز خلیفه شو خپل نږدې کس ته یې وویل که دې په ماکې کومه غلطي ولیدله په ګریوان کې مې لاسونه واچوه او سم مې وچړقوه.
د رعیت د انتقاد په وړاندې ددې عظیمو امپراتورو شخصیتونو د تحمل دا مظاهره له ځانه سره ډېر مثبت پیغامونه لري خو پنځه پکې جوت دي:
اول:
د اسلام ښه تفسیر وړاندې کول.
دویم:
هر انسان نیمګړتیا لري خو د تصحیح لپاره باید څوک ولري.
درېیم:
د حاکم او رعیت تر منځ پیوندوالی.
څلورم:
سیاسي خپلواکي.
پنځم:
په اسلام کې د بیان ازادۍ مقام.
تېرو اسلامي حاکمانو بالخصوص د امویانو، عباسیانو او عثمانیانو ځینو خلیفه ګانو(!) چې د نورو تر څنګ د پورته پنځوو نقاطو ارزښت او د فوق العاده ځانګړتیا درک نکړله بلکې اصلاً یې مبرم ونه ګڼله د خدای ګرفت او د هغوي متلاشي مقدر زموږ په کتابونو کې د عبرت لپاره پراته دي.
که امویانو د عمر بن عبدالعزیز مسیر تعقیب کړای وای، د ټولنیز عدالت نسخه چې د خلافت د احیاء طرحه وه، نه وه څیري کړې او پر رعیت یې د ترحم چینه نه وه بنده کړې، نو ولې به یې برخلیک دومره بوګنونکی کېده؟
که عباسیانو د امام ابوحنیفه او امام احمد صاحب له مشورو او سالمو نیوکو څخه ځانونه مستفید کړي وای ،د مترقي مسلمانانو عظمت به ولې دفن کېده؟ … او که عثمانیانو د متمایز شخصیت سید جمال الدین افغان او نورو علماوو مشورې تحمل، له خپلې خودخواهۍ ګریز ،حساس شرایط او دسیسې تحلیل کړي وای نو افریقا، اسیا او اروپا به مو ولې له تسخیر او حاکمیت وتلۀ؟ مسلمانان به ولې د انحطاط او اختناق سره مخامخ کېدل؟
دا چې د حضرت عــمر، ابوبکر او عمر بن عبدالعزیز په څېر حکمرانانو به د خپلو نېمګړتیاو د تصحیح لپاره د سالمو نیوکو دروازې د رعیت پرمخ تل پرانیستې پرېښودلې آن تأکید به یې کاوه ددې حقیقي انځور دا دی چې د حکومتونو او چارواکو په وړاندې د ناقدینو خولې ته زنځیر اچول او چارواکي تر نقد پورته ګڼل د بدرنګ زوال پیلامه ده او دې کار ته یؤاځې چاپلوسان او غداران زمینه مساعدوي.
د اسلام طبیعت د انساني فطرت روا غوښتنو سره سم او همداسې جامع او هراړخیز دی ځکه خو یې په ټولنه کې سرایت بېله جبره دی مګر ضد تحرک یې بیا په تدرج سره منفي عکس العملونه زېږوي.
په تاریخ کې د انساني فطرت خلاف او منفور اقدامات د هغه اروپایي مذهبي مشرانو په نامه ثبت دي چې په خپل استبدادي تصور سره به یې ځانونه له نیمکړتیاو مبراء، مقدس او له تقصیر پاک ګڼل ،انتقاد کول پکې محال و، د ټولنې ښځینه قشر یې تر دې اندازې حقیرې او په جامعه کې نفې کولې چې آن د مریضۍ پر وخت به یې په ډوډۍ کې نارینه اولادونه ورنه ګوښي او ښځې به یې ځانګړي ځای ته انتقالولې، همداسې له مذهبي مشرانو پرته یې د ټولنې نور وګړي له ټولو حقوقو څه چې آن د بنیادي حقوقو څخه به یې هم محروم کړي و، چې پای؛ د روشنفکرۍ د تفکر د ایجاد او موج سره سم اروپا د یؤ لوی تحول شاهده شوله او راهبانو یې د خپل ولس سره د مستبد او بدرنګ برخورد مزه وڅکله.
ددې تاریخي کیسو څخه باید دا درس واخلو چې حکومتولي او حکومتداري له حاکم نه فراست، پراخه سینه او لکه د احد غر او تر دې زیات تحمل غواړي ځکه ارګ او د حاکمانو ماڼۍ د تنګو سینو او د تنګ نظرو ځای ندی.
که د ښاغلي عباس ستانکزي د خبرو عمق په سیاسي او تاریخي فهم سره درک کړو او ځان په تعلل او تردد کې وا نچوو نو د نظام د بقاء لپاره یې په خپلې تعریضي او له حکمت ډکې وینا سره د رعیت د انتقاد په وړاندې د خلفاوو راشدینو پراخې سینې او زغم ښه تشریح او په بل تصویر کې یې د تنکو سینو څخه د برخمنو حاکمانو د زوال لاملونه ښه ترسیم کړل او د مشرانو پر مخ کې یې دا فارمول کېښود.
چې ټولنه هغه وخت نمو، رشد او اصلاح خواته ځي چې حاکمان د ټولنیزو اصلاحاتو سره پیوست اقتصادي وضعیت هم درک کړي او ددې تر منځ منصفانه بلانس وساتي او دا یې ور ترزیق کړله چې امارت باید په ژبه کې ولسي جوهر او ریاضت پیدا کړي چې همدا ګفتار او عمل کولای شي په ملت کې په اسانۍ سره حکومتداري وکړي چې په نتیجه کې به یې بېله زور او زیاتي څخه منښت او مشروعیت رامنځته کېږي او که برعکس وي بیا به یې د تجرید معادله په نصیب وي.
ښاغلي عباس ستانکزي که د اشغال پر وخت د دوحې له سیاسي سټېج څخه د ولس او نظامیانو د مورال لپاره انګېزه ورکونکي تبصرې او څرګندونې کولې خو نن یې هم له بلې زاویې د ولس او نظامیانو د اوچت مورال ساتلو لپاره په لوړ او مقتدر سټېج ژور سیاسي ادبیات استعمال کړل او دا هنر بیا د هغه چا زده دی چې پر اسلامي سیاست غالب وي.
موږ باید دا ځل سیاسي او تمکینو حرکاتو ته مواقع ورکړو او د افغانستان د ټولو پرګنو د پیوندۍ، ارتقاء، عروج او سیال کېدو لپاره همدا نظریه میسر او مؤثره وګڼو.
ستا خخه می د الله پاک په خاطر بد راتلل خو اوس چی حقیقت درخخه اورم د الله پاک په خاطر احترام درته لرم.