نظــر

له عزیزي بانک او افغانستان بانک څخه بې خونده خاطره 

احمد جاويد شکيب

نن سهار ۴:۳۰ بجې د لمانځه څخه وروسته  د عزیزي بانک د کوټې سنګي څانګې ته ورغلم تر څو د بانک کارت نوبت کې کیږدم او د  هفتې په دوران کې مې کله  چې نوبت را ورسید ، له خپل اکونټ څخه پیسي راوباسم، ځکه د یوه چا قرضداره یم او غواړم پور يې بیرته ورکړم.

تر شپږو بجو نوبت کې ولاړ وم، شپږ بجې د عزیزي بانک یو څو تنه مسؤلینو له یوې لویې ډلې څخه د محدود شمیر کسانو د یوې هفتې کارتونه واخېستل ځینې نورو چې  وضعیت ولید نو  د حرص له کبله چې هسي نه پاتې نشي، رش جوړ کړ.

طالب ځوانان ورته بند شول، خلک يې  په داسي ډول وډبول چې په الله مې دې قسم وې که  ځناور هم څوک داسې ووهي. د یوه سپينږيري لاس کې غوټه ما ولیده ډیر ورته خفه شوم.

ما یوه مجاهد ته وویل: تاسو باید د خلکو د حقوقو د ملاتړ او  دفاع  ورکړی، نه دا چې ځان څخه د بانک د مسؤلینو سپاهیان جوړ کړئ، ځکه د رش او مشکل د جوړلو ټول مسؤلیت د بانک مسؤلینو په غاړه و.  بانک ادارې کې مشکلات دي. بانک ولې دومره ډېر کسان راغواړي، بیا چې دې خلک راوغوښتل نو ټول کارتونه خو ټول کړه، یوه میاشت وروسته به نوبت ورته ورسیږي. خلک یوه هفته وروسته د ورته پیښې د تکرار له ویرې هر څه کوي.

لکه څنګه چې ګاونډیان او نوره نړۍ زموږ مسافر افغان ورونه د افغانیت په جرم توهین او تحقیروي. عزیزي بانک  هم خلک په هغه جرم، چې ولې يې خپلې پیسې د دوی په بانک کې ساتلي  قصداً توهین، تحقیر او بي عزته کوي.

دې حالتونو ته په کتو، مې رب العالمین ته دعا وکړه، یا الله  زموږ هغه افغان ورونه چې ایران، پاکستان او … کې دي د پردیو  لخوا  توهین،  تحقیر او ذلیله کیږي؛ خو  هغه افغانان، چې په  خپل وطن کې دي،  په بانک کې پیسي هم لري، د خپلو  خلکو او د خپل نظام چې ځان سره د اسلامي مختاړي هم تړي؛ تحقیریږي.

یا رب!

ته موږ نور له دې ذلته خلاص کړه!

عزیزي بانک کې د نوبت نه رسیدو، توهین او نامناسبې رویې د مشاهدې، ناامیدۍ او خفګان وروسته د بلې حل لارې په فکر کې شوم.

چا راته وویل چې د افغانستان بانک ته لاړ شه، عریضه وکړه، خپل مشکل  د افغانستان بانک مسؤلینو سره شریک کړې نو بیا هغوی تا ته پر  عزیزي بانک د پیسو د اېستلو امر درکوي.

همداسې مې وکړل، عریضه مې وکړه د افغانستان بانک ته لاړم. د بانک مخکې ولاړ مؤظفینو وویل چې نه بانک ته د تګ اجازه شته او نه هم موږ ستا عریضه اخلو.

د حل لارې پوښتنه مې ترې وکړه، ويې ویل چې حل لاره دا ده، چې واسطه پيدا کړه، تر څو چې واسطه ونه لرئ نو پر عریضې دې رئیس احکام نه درکوي.

په دروازه کې مسؤلو کسانو ته مې وویل چې آیا اسلامي نظام همدې ته وايي!؟

نور بیرته د ټولې ورځې د ضایع کیدو وروسته کور لوري ته له راغلم.

آی کاش!
ا.ا. مسؤلین پۀ دې پوه شي، چې اسلامي نظام معنا دا نه ده، چې یوازې د نظام له نوم سره اسلامي کلمه اضافه کړي. اسلامي نظام په عدالت، مساوات، خلکو ته د هغوی د حقوقو د ورکړې نوم دی.

د آمویانو، عباسیانو او عثمانیانو سلطنتونو سره د اسلامي مختاړی نه و، خو کارنامې او عدالت له کبله يې غربي مؤرخینو هم صفتونه لیکلي دي او اسلامي تاریخ پوهان يې  بهترین اسلامي نظامونه  ګڼي.

ا.ا. ته په کار دي چې دا درک کړي، چې په اسلامي مختاړي سره نظامونه، نه شي اسلامي کیدای، واقعي اسلام،  عمل  ته اړتیا لري، ځکه که یوازې د اسلامي مختاړي سره نظامونه اسلامي کیدای، تېر نظام د نړۍ تر ټولو فاسد نظام هم بیا اسلامي و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

یوازی په طالبانو ملامتی مه وایه. افغانان هم باید لیږ اخلاق ولری. اخلاق دا ندی چی په زور او مونډه دنورو حق تر پښو لاندی کړی.
لیکونکی باید دصف جوړولو په طریقه باندی څه لیکلی وای او باید بانک څنګه جنجالی خلک اداره کړی وای. څوک چی بانک ته ځی نو ضرور تعلیم به لری. تعلیمیافته چی ګډوډی راولی نو طالبان غواړی.
طالبان باید دبانک په حفاظت ونګمارل سی نه دبانک په اداره. هغوی باید خپل چپړاسیان ولری.
خدای دی وکړی لیکونکی دبانک ږیرور محافظینو ته طالبان نه وی ویلی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx